د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۵

ټاکل شوې د مصر ولسمشر سبا دوشنبه واشنګټن کې له ټرمپ سره وګوري


ټاکل شوې چې د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي سبا دوشنبه په واشنګټن کې د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره وګوري، دا د دواړو مشرانو چې یو بل‌یې ستایلي تر منځ لومړنۍ رسمي کتنه ده.

مصر چې په سیمه کې د امریکا نېږدې متحد پاتې شوی او هر کال‌یې د امریکا څه باندې یو میلیارد ډالره پوځي مرسته ترلاسه کړې، د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما له ادارې سره اړیکې ښې نه‌وې.

د سپینې ماڼۍ سرچینې وايي، ولسمشر ټرمپ غواړي له السیسي سره په دغې کتنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې وکړي.

د دواړو مشرانو له څرګندونو داسې ښکاري چې له امریکا سره د مصر اړیکې به د بارک اوباما د حکومت په پرتله پیاوړې وي.

د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ډونالد ټرمپ له بري وروسته السیسي وویل، ټرمپ چې د لومړي ځل لپاره‌یې سیاست ته مخه کړې د مصر او همداراز د ټولې سیمې له حالاتو ښه خبر دی.

په عین وخت کې د امریکا ولسمشر له فاکس بزنس نیوز چاینل سره په خبرو کې خپل مصري ساری یو داسې فوق‌العاده مشر وباله چې پر خپل هېواد بشپړ کنټرول لري.

ټرمپ همداراز د السیسي د وجود د حرکاتو په اړه په نیویارک کې د تېر سپټمبر میاشتې له کتنې وروسته هم یو لړ څرګندونې کړې وې.

السیسي چې پخوا د مصر د پوځ مشر و، په ۲۰۱۳ کال‌یې د مصر اسلام‌پال ولسمشر محمد مرسي له قدرته لیرې کړ او پلویان‌یې وځپل.

دغه مسئله د دې سبب شوه چې د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما اداره له قاهرې سره پوځي مرستې وځنډوي.

د ټرمپ ادارې یوه چارواکي وویل چې متحده ایالات به د درستو موضوعاتو په اړه یوه خصوصي او په ډېر احتیاط تګلاره مخ ته ونیسي.

دغه چارواکي چې نوم‌یې نه‌دی ښودل شوی، د مصر ولسمشر د هغه کمپاین په خاطر ستایلي چې په وینا یې په سینا ټاپووزمه کې یې د ترورېستانو له‌خوا د اوږدې مودې ګواښ له‌منځه وړی دی.

دغه چارواکي همداراز ویلي چې د اسرائیل او فلسطینیانو تر منځ کړکېچ به د دواړو مشرانو د خبرو د اجندا یوه مهمه موضوع وي.

د مصر ولسمشر به مخکې له دې چې په سپینه ماڼۍ کې له ټرمپ سره ګوري د هغه د ادارې له یو شمېر چارواکو او هم د کانګرس له یو شمېر غړو سره کتنې ترسره کړي.

مصر په منځني ختیځ کې د واشنګټن یو د اوږدې مودې نېږدې متحد پاتې شوی او هر کال‌یې ۱،۳ میلیارده ډالره پوځي مرسته ترلاسه کړې ده.

السیسي به واشنګټن ته په سفر کې دغه‌راز د پیسو د نړیوال وجهي صندوق او د نړیوال بانک له رئیسانو سره ګوري او په دې اړه به چې له دغو دواړو نړیوالو مؤسسو سره په څه ډول په اقتصادي برخه کې همکاري پیاوړې کولای شي، بحث او خبرې وکړي.

ټرمپ به د مصر له ولسمشر سره له کتنې وروسته د اپرېل په پنځمه په سپینه ماڼۍ کې د منځني ختیځ د یوه بل مهم لوبغاړي د اردن د پاچا عبدالله کوربه وي.

XS
SM
MD
LG