د لاسرسي لېنکونه

تېره ورځ له غرمې وروسته د پکتيا ولايتي شورا غړو په يوه خبري ناسته کې د دې ولايت د نا امنۍ خبر ورکړ او اندېښنه‌يې څرګنده کړه که مرکزي حکومت د دې ولايت امنيتي وضعيت ته پاملرنه زياته نه‌کړي دوی به په راتلونکي کې د مرکز ګردېز اړوند يو شمېر برخې هم له لاسه ورکړي.

دوی اندېښنه څرګنده کړه چې د امنيتي ادارو تر منځ د ناهمغږۍ له امله د وسله‌والو طالبانو مرکزونه د دغه ولايت مرکز ګردېز څنډو ته رارسېدلي او د خلکو ژوند ته‌يې لوی ګواښ پېښ کړی دی.

د ولايتي شورا رئيس عالمير بهرامزوی په دغې خبري ناسته کې وويل چې د دې ولايت امنيتي ادارې په خپلو کې همغږي نه‌لري او د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان که د دې سيمې امنيت ته له نورو ادارو سره په شريکه پام ونه‌کړي ښايي ډېرې سيمې د دوی له لاسه ووځي.

د ولايتي شورا رئيس عالمير بهرامزوی.

د ولايتي شورا رئيس عالمير بهرامزوی.

نوموړي زیاته کړه:

"د قول اردو قوماندان په اړه د ولس غږ د ولايتي شورا او ولسي جرګې غږ تر اوسه هم چا نه‌دی اورېدلی موږ په وارونو، وارونو دا غږ کړی خو اوس دا دی تاسې وينئ چې دوی له امنيتي ادارو سره همغږي نه‌لري د لارې په اوږدو کې چې د دوی مسؤليت دی هغه ته پام نه‌کوي او کلونه کلونه‌يې کېږي چې دلته دی خو کار يې نه‌دی معلوم نو دا ټولې ستونزې چې وينو نو فکر کوم موږ به ډېرې سيمې له لاسه ورکړو."

ده دا هم وويل، يوازې د قول اردو قوماندان نه بلکې د ټولو امنيتي ادارو مسؤلين په مرکز کې داسې خلک ټاکل شوي چې هغوی د دې ولايت له اراضۍ سره بشپړه بلدتيا نه‌لري او په اساس‌يې دا ولايت نا امنه دی.

ولايتي شورا غړي عبدالروف خان ځدراڼ.

ولايتي شورا غړي عبدالروف خان ځدراڼ.

​په دې خبري ناسته کې د ولايتي شورا غړي عبدالرؤف خان ځدراڼ چې څو ورځې وړاندې يې پر کور د وسله‌والو طالبانو له لوري بريد شوی و، وويل:

"د طالبانو مرکزونه په سروټي، ډم، سید کرم او نورو ساحو کې وو خو اوس‌يې لس کسيز او پنځلس کسيز څو ډلې د ښار شااوخوا کې غواړي خپل مرکزونه جوړ کړي او وسله‌وال ځای پر ځای کړي که حکومت‌يې مخه ونه‌نيسي راتلونکی کال به دلته ډېر بحراني وي."

د ده په خبره د وسله‌والو طالبانو مرکزونه پخوا په ولسواليو کې وو چې اوس د ښار څلورو خواوو ته رانېږدې شوي او همدلته مرکزونه جوړوي.

د خبري ناستې په ترڅ کې د ولايتي شورا يو بل غړي محمدالرحمن قادري وويل چې د دې ولايت په درې او څلور کېلو مترۍ کې بشپړ او ډاډمن امنيت نه‌لري.

محمدالرحمن قادري.

محمدالرحمن قادري.

دی وايي:

"د حاجي بادشاه خان ځدراڼ کور شااوخوا پنځه کېلو متره له ښاره لیرې دی هره ورځ پرې جنګ وي قول اردو يې د ډزو غږونه اوري خو څوک‌يې ملاتړ نه‌کوي، موږ سره دا پوښتنه پيدا کېږي چې دوی ولې د خپلو ولسي خلکو دفاع او ملاتړ نه‌کوي او يا ولې په هغو نقطو کې چې ټول ښار ترې ګواښل کېږي امنيتي پوستې نه‌ايجادوي، د دې خبرې معنی بيا دا ده چې دوی په لوی لاس نه‌غواړي سيمه کې امن راشي دا اوس د ښار په پنځه کېلو مترۍ او شپږ کېلو مترۍ کې موږ هېڅ امنيت نه‌لرو او امنيت نه‌شته."

نوموړي زياته کړه چې د ادارو تر منځ که همغږي ايجاد نه‌شي نو دوی به له ګڼو ستونزو سره مخ شي او وبه نه‌شي کولای په ډېرې اسانۍ سره‌يې له لاسه وتلې سيمې لاسته ورشي او يا د ښار وضعيت کنټرول کړي.

ازادي راډيو هڅه وکړه چې د دې خبرو په اړه د پکتيا ۲۰۳ تندر قول اردو د مسؤلينو او پکتيا امنيه قوماندان نظر ترلاسه کړي خو له پرله‌پسې هڅو سره، سره مو څوک پيدا نه‌کړل چې د دې خبرو په اړه منفي يا مثبت ځواب راکړي.

راپور: داود تپان

XS
SM
MD
LG