د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۷

کرنې وزارت: کابل، پروان او لوګر کې د اوبو ۱۷ کانالونه جوړېږي


د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت په کابل، پروان او لوګر ولایتونو کې د کانالونو او د اوبو بندونو د ۱۷ پروژو تړونونه له خصوصي شرکتونو سره لاسلیک کړل.

د دغه وزارت مسؤلین وایي، د دغو پروژ په تطبیق سره چې ۱۱۹ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي کرنېز محصولات به زیات شي، یو شمېر کسانو ته به کاري فرصتونه برابر او دغه شان د اوبو د ضایعاتو مخه به ونیول شي.

د کرنۍ او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال قدیر جواد د شنبې په ورځ په دې اړه په کابل کې جوړې شوې غونډې ته وویل:

"د دغو پروژو په تطبیق سره به، ۴۴ زره جریبه کرنیزه ځمکه خړوبېږي او څلور لکه او دولس زره کسان به ترې ګټه پورته کړي، دغه پروژې د نېږدې ۱۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د دغه وزارت په انکشافي بودجه تطبیق کېږي او په پام کې ده چې د دغو پروژو کارونه د روان لمریز کال تر پایه بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي."

د ښاغلي جواد په خبره د دغو پروژو په پیل سره به سلګونو کسانو ته کاري فرصتونه هم برابر شي.

د کرنې وزارت د چارواکو د معلوماتو له مخې، دغه اولس پروژې چې شپږ یې د کابل په ده سبز، اووه یې د پروان په چاریکار او باګرام ولسوالیو او ۴ یې په لوګر کې پلې کېږي، ورسره به د اوبو ضایعات هم ۴۰ سلنه را کم شي.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال قدیر جواد همدا شان زیاته کړه چې د شپږو نورو پروژو تړونونه چې د کابل او لوګر ولایت لپاره دي، په راتلونکو نېږدې ورځو کې لاسلیک شي.

د افغانستان د کرنې وزارت وايي چې په تېر لمریز کال کې په ټول هېواد کې د کانالونو او د اوبو د بندونو په برخه کې ۱۵۴ پروژ تطبیق شوي چې ۱۴۴ زره جریبه ځمکه ترې خړوبېږي.

په یاده غونده کې په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازي حاجي صاحب خان د کرنې او مالدارۍ وزارت او د ساختماني شرکت له مسؤلینو وغوښتل چې د پروژو د تطبیق پر مهال دې د پروژو کیفیت ته ډېره پاملرنه وکړي.

حاجي صاحب خان د کرنې وزارت هڅې د ستایلو وړ بولي خو وایي په لرو پرتو سیمو کې د تطبیق شویو پروژو کارونه په معیاري کیفیت نه دي تر سره شوي چې په خبره یې، باید د څارنې لپاره یې ډیره پاملرنه وشي.

نوموړي زیاته کړه:

"له دوی مو غوښتنه دا ده چې له افغانۍ، افغانۍ کټه واخلئ، د خدای په خاطر، هغو خلکو ته چې تړون ورسره لاسلیک کېږي، د کارونو کیفیت مو په نظر کې ونیسئ، هر یو له تاسې څارونکي یاست او خپل ځان دې ملت او خدای ته مسؤل وګڼئ."

افغان بزګران په دغه هېواد د کرنې پراختیا له اوبو سره تړلی ګني وايي چې اوبه ډېرې وي نو د دوی کرنیز فعالیتونه به هم پراخ شي.

یو تن کروندګر عبدالقهار وايي، د افغانستان کرنیز محصولات په نړیواله کچه بې ساري دي او په خبره یې چې د دا ډول پروژو په تطبیق سره به وده ومومي.

د ده په خبره په افغانستان کې د اوبو شته بندونه او کانالونه بسنه نه کوي او که چېرې په ټول هېواد کې داډول بندونه او کانالونه جوړ شي دغه هېواد به د کرنیزو محصولاتو له مخې له وارداتي نه په یو صادراتي هېواد بدل شي.

راپور: سحرګل امیرزی

XS
SM
MD
LG