د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۶

کندز: د طالبانو سیمو کې نجونې له ۶ ټولګي پورته زده‌کړو اجازه نه‌لري


په کندز کې وسله وال طالبان تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې نجونو ته له شپږم ټولګۍ څخه پورته د زده کړې اجازه نه ورکوي.

د نوموړي ولایت د پوهنې رئیس محمد رستم احمدي د شنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې په همدې دلیل د کندز په کچه د ۳ زره په شااوخوا کې زده کوونکې نجونې له ښوونې او روزنې څخه بې برخه پاتي دي.

ښاغلي روستم وویل چې د دې ولایت په کچه د نجونو ۱۵ بابه ښوونځي د وسله والو طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې دي چې له کبله یې زرګونه نجونې له زده کړو بې برخې دي:

محمد رستم احمدي.
محمد رستم احمدي.

"ښايي ۱۵ بابه د نجونو ښوونځي د کندز ولایت په کچه د وسله والو مخالفینو تر سېور لاندې وي او په دې ښوونځيو کې نجونو ته له ۶ ټولګۍ پورته د زده کړې اجازه نه ورکول کېږي، شمېر یې کابو ۳ زره نجونۍ ته رسېږي."

ښاغلي احمدي زیاته کړه چې وسله وال طالبان د دې کار عمده لامل په ښوونځیو کې د مسلکي ښځينه ښوونکو نشتوالی په ګوته کوي همداراز د کندز د پوهنې ریاست هم د وسله والو طالبانو تر حاکمیت لاندې سیمو کې د ښځينه ښوونکو له کمښت سره مخ دي.

په ورته وخت کې د کندز والي اسدالله عمرخېل، خلکو ته ډاډ ورکوي چې سږکال دولتي ځواکونه د دې ولایت ټولې سیمې د وسله والو طالبانو له شتون څخه تصفیه کوي، څو لېرو پرتو سیمو کې نجونو ته د زده کړې زمېنه برابره شي:

د کندز والي اسدالله عمرخېل.
د کندز والي اسدالله عمرخېل.

"کومې سیمې چې د طالبانو په واک کې دي، حکومت جدې پلان لري چې د طالبانو له وجود څخه يې خلاصې کړي او خلک د هغوی له شر څخه خلاصون پیدا کړي او ترڅنګ یې خلک وکولاي شې په ډاډ سره خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي."

بل خوا په شمال ختیځ زون کې د پولیسو د ۸۰۸ سپین زر زون عمومي قوماندان لوي پاسوال شېرعزیز کامه وال بیا وايي چې اوس مهال د کندز په کچه د افغان ګډو ځواکونو تصفیوي عملیات جریان لري او ډېر ژربه د دې ولایت ټولي سیمې د وسله والو مخالفینو له شتون څخه تصفیه شي او خلکو ته به د ارامه ژوند زمېنه برابر شي:

"موږ غواړو چې په اساس د هدایت جناب محترم رئیس جمهور هغه درې نوې ادارې واحدونه چې کندز ته منظور شوي دي په هر قیمت چې کېږي سږکال باید دغه درې نوې ولسوالۍ موږ فعال کړو او هلته حکومتي حاکمیت پیاده کړو او خلکو ته د امن فضا برابره کړو."

د کندز د پوهنې ریاست د چارواکو د معلوماتو له مخې اوس مهال په دې ولایت کې څه باندې درې لکه زده کوونکي د هلکانو او نجو په ګډون په ۵۰۴ ښوونځيو کې په زده کړو بوخت دي، خو د ښوونځيو له دې شمېر څخه ۲۷۵ ښوونځي ودانۍ نه لري.

یاد چارواکي دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په روانه وري یا حمل میاشت کې د افغانستان په سړو سیمو کې نوی تعلیمي کال پیل شو.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG