د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۲

ناټو: افغانستان کې د ثبات راتلو یوازنۍ لار د سرتېرو روزنه ده


د ناټو سازمان سرمنشي وايي، تر هغو چې افغان امنیتي ځواکونه ونه روزل شي امنیت او پرمختګ دواړه یوځای نه شي راتلی.

ینس سټولټنبرګ پرون دا خبره د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د ناستې په پای کې خبريالانو ته وکړې.

په تېرو دوو ورځو کې د ناټو سازمان په دوو مهمو غونډو کې که څه هم افغانستان د اصلي اجنډا ډېره برخه نه جوړوله خو بیا هم د دغه هېواد امنیت هغه مسئله وه چې ډېرو مشرانو پرې خبرې وکړې.

د ناټو سازمان سرمنشي ینس سټولټنبرګ پرون د ناټو غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د یوې ورځنۍ ناستې په پای کې خبریالانو ته وویل چې ناټو به په جګړه کې د ښکېلتیا پر ځای په افغانستان کې د پوځیانو روزنې ته پاملرنه زیاته کړي.

ښاغلي سټولټنبرګ وویل له کلونو راهیسې افغان پوځيانو ته روزنه ورکول کېږي او د دغو پوځیانو روزنه، همکاري او مشاوره په دغه هېواد کې د امنیت او ثبات د راتلو یوازینۍ لار ده.

د ناټو سازمان سرمنشي ینس سټولټنبرګ.
د ناټو سازمان سرمنشي ینس سټولټنبرګ.

ینس سټولټنبرګ زیاته کړه:

"موږ د خپل ګاونډ د ثبات ساتلو لپاره ډېرو لارو ته اړتیا لرو، په افغانستان کې د ناټو متحدین له اروپايي ټولنې سره یوځای او ملګري ملتونه بېلابېل پرمختیايي پروګرامونه تمویلوي، دا مهمه ده خو له امنیت، خوندیتوب او د افغان امنیتي ځواکونو له روزنې، مشورې او همکارۍ پرته هېڅ ممکن نه ده چې دا پرمختیايي پروګرامونه مخته یوسو."

ښاغلي سټولټنبرګ وویل د پرمختګ بنسټ په دې کېښودل کېږي چې ټول امنیت او سوله د یوې تګلارې په توګه انتخاب کړي.

د ناټو سازمان سرمنشي وویل دغه سازمان غواړي د افغان پوځیانو د روزنې او مشورې فورمول په نورو هېوادونو کې هم تطبیق کړي چې لومړی به یې له عراق نه پیلوي.

د ناټو سازمان غړیو هېوادونو وړمه ورځ هم د ناټو-روسیې شورا په غونډه کې د افغانستان پر سولې خبرې کړې وې او د دغه سازمان سرمنشي په زغرده وویل چې یوازې او یوازې د افغانانو په رهبري د سولې له خبرو ملاتړ کوي.

دواړه غونډې د ناټو سازمان په مقر کې د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې وشوې.

دې غونډې ته افغان خبریاله لیلما سدید هم ورغلې وه.

هغې له ازادي راډيو سره په خبرو کې د ناټو سازمان د سرمنشي ینس سټولټنبرګ هغه خبرې چې د افغان پوځیانو روزنه یې د امنیت او پرمختګ یوازینۍ لار وبلله داسې تحلیل کړې:

"د هغه «ینس سټولټنبرګ» خبرې تر ډېره د افغانستان،عراق او سوریې په څېر هېوادونو په اړه وې چې اروپا ته ترې ډېر کډوال ورځي او اساسي علت یې هم د امنیت نشتوالی دی، د ده په خبره موږ هلته په همدغو هېوادونو کې د بیا رغونې په برخه کې ډېر کار نه دی کړی، ده وویل تر هغو چې په یادو هېوادونو کې امنیتي ځواکونه ونه روزل شي د پرمختګ امکان ډېر کم لیدل کېږي."

اغلې سدید وویل چې د ناټو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو او د ناټو-روسیې شورا په غونډو کې ګډونوالو د افغانستان د سولې او ثبات راتلو په لار کې له خپل هر ډول همکاریو ډاډ څرګند کړ.

ناټو په افغانستان کې خپل محاربوي ماموریت پخوا پای ته رسولی او اوس وخت د قاطع ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې د افغان پوځیانو روزنې او مشورې ته دوام ورکوي.

که څه هم افغان حکومت د ناټو سازمان د سرمنشي د وروستیو تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو د افغان سولې په باب یې د ینس سټولټنبرګ قاطع دریځ ستایلی دی.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG