د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۴

ډونالد ټرمپ د «مایک فلین» له وړاندیز څخه ملاتړ وکړ


د ټرمپ ادارې د ملي امنیت پخوانی سلاکار «مایک فلین»
د ټرمپ ادارې د ملي امنیت پخوانی سلاکار «مایک فلین»

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر د خپل نېږدې متحد او د ملي امنیت د پخواني سلاکار مایک فلین هغه غوښتنه پر ځای منلې چې له تحقیقاتو دې معافیت تر لاسه کړي.

جمهور رئیس ډونالد ټرمپ د مایک فلین د هغه وړاندیز ملاتړ کړی چې له روسیې سره یې د اړیکو د لرلو د سپیناوي غوښتنه له جنايي تحقیقاتو د معافیت پر سر کړی دی.

ډونالد ټرمپ پرون پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې: "مایک فلین باید له هغه څه نه د معافیت لپاره غوښتنه وکړي چې په بې سارې توګه د یوې بوډۍ، رسنیو او ټولنیزو رسنیو له خوا یو ښکار دی."

د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر هم پرون په یوه خبري غونډه کې د ولسمشر ټرمپ خبره یو ځل بیا په خپله له رسنیو سره شریکه کړه:

د سپېنې ماڼۍ ویاند شان سپایسر.
د سپېنې ماڼۍ ویاند شان سپایسر.

"د امریکا متحده ایالتونو جمهور رئیس ډونالد ټرمپ باور لري چې مایک فلین باید و پوښتل شي، هغه «ډونالډ ټرمپ» فکر کوي چې فلین باید هلته ولاړ شي او هغه څه وکړي چې غواړي يې څو خبره ختمه کړي."

تر دې مخکې د مایک فلین مدافع وکیل رابرټ کېلنر وویل چې موکل یې د ده په خبره له "غېر عادلانه تحقیقاتو"معافیت غواړي.

رابرټ وویل چې:

"فلین د ویلو لپاره یو څه لري او ډېر زیات هم غواړي چې ویې وايي، که چېرته شرایط اجازه ورکړي."

کېلنر ونه ویل چې فلین د امریکا د فدرال تحقیقاتو له مرکزي ادارې سره هم غواړي د کانګریس د کمېټو په څېر خبرې وکړي که څنګه.

د امریکا کانګریس دواړه جرګې غواړي په خاصو کمېټو کې له مایک فلین پوښتنې وکړي.

د سنا جرګې د استخباراتو کمېټې غړي سناتور انګوس کېنګ وویل دا ډېر ژر ده چې فلېن ته د معافیت پر ورکولو خبرې وشي.

د سنا جرګې د استخباراتو کمېټې غړي سناتور انګوس کېنګ همداراز وویل چې له شک پرته روسیې د ۲۰۱۶ کال په انتخاباتو کې د لاسوهنې هڅې کړې وې.

خو د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین وړمه ورځ په شمالي ښار ارخانګېلسک کې د خبرو پر مهال د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنې مسئله رد کړه.

د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ملي امنیت پخواني سلاکار مایک فلین چې د انتخاباتو پر مهال او له هغه وروسته د ده تر ټولو نېږدې متحد پاتې شوی له دندې لږه موده وروسته استعفا وکړه.

هغه په دې خاطر له دندې ګوښه شو چې له روسیې سره یې د اړیکو لرلو مسئله پټه ساتلې وه.

د رپوټونو له مخې فلېن ته روسي کمپنیو تر انتخاباتو مخکې ۶۷ زره امریکايي ډالره ورکړي و.

د ۲۰۱۶ کال په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنې مسئله د کانګرس کمېټې او د تحقیقاتو د فدرال ادارې اف بي ای له خوا څېړل کېږي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG