د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۱

بروکسل غونډه اوکراین کې پر کړکېچ او د افغانستان پر وضعیت راڅرخي


Belgium -- European leaders attend the EU Summit in Brussels, March 10, 2017
Belgium -- European leaders attend the EU Summit in Brussels, March 10, 2017

نن بروکسل کې د ناټو د غړیو هېوادونو استازي له روسیې استازو سره غونډه لري چې په کې به د افغانستان په شمول په یو لړ سیمه ییزو او نړیوالو مسئلو خبرې وشي.

دا د روسیې – ناټو د شورا د ۲۰۱۷ میلادي کال لومړې غونډه ده چې په کې د ناټو د غړیو هېوادونو سفیران له روسي استازو سره خبرې کوي.

تمه کېږي چې دا خبرې اترې به د اوکراین ختیځ کې پر روان کړکېچ، افغانستان کې پر امنیتي وضعیت او پر هغو لارو چارو متمرکزې وي چې اروپا کې پوځي خطرونه راکم کړي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د پنجشنبې په ورځ د ناټو- روسیې د دې شورا له غونډې مخکې خبریالانو ته وویل:

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

"زه د دې حقیقت هرکلی کوم چې موږ وتوانېدو تېرکال درې غونډې وکړو، سږ کال بیا دا زموږ لومړی غونډه ده. موږ به د شریکې اندېښنې به مختلفو مسئلو بحث وکړو. لکه اوکراین کې کړکېچ، د افغانستان وضعیت او د ترهګرۍ سیمه ییز ګواښ. همدارنګه پر پوځي فعالیتونو، شفافیت او د خطرونو په راکمولو هم بحث وکړو."

د ناټو – روسیې شورا تېرکال ورته درې غونډې کړې وې.

نننۍ غونډه یې د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو له غونډې یوه ورځ مخکې جوړېږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن هم په کې برخه لري.

وروسته له هغې چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې روسیې له اوکراینه د کریمیا ټاپو وزمه لاندې کړه، ناټو له روسیې سره ټولې همکارۍ وځنډولې.

خو د دې شورا له لارې د دواړو لور ترمنځ سیاسي چینلونه پرانیستي پاتې شول.

د روسیې ټاس دولتي خبري اژانس د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال الیکسي میشکوف له خولې ویلي، مسکو پلان لري چې پر پولو د ناټو د پوځي چمتوالي پر موضوع هم خبرې وکړي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټبرګ هم ویلي چې دې غونډه کې به دواړه لوري له یو بل سره د خپل پوځي وضعیت په اړه معلومات شریک کړي.

ناټو د روسیې له‎خوا د کریمیا له لاندې کولو وروسته د خپلو هغو غړیو هېوادونو د امنیت د ډاډمنولو لپاره چې روسیې ته نژدې پراته دي، پولنډ، د بالتیک هېوادونو او جنوب ختیځ اروپا ته زرګونه سرتېري او درنې وسلې د اضافي امنیت لپاره استولي دي.

روسیې له اوکراینه ۲۰۱۴ میلادي کال کې د کریمیا د ټاپو وزمې د لاندې کولو سربېره د اوکراین ختیځ کې د روس پلوو بیلتون غوښتونکو ملاتړ ته هم دوام ورکړي چې له اوکرایني ځواکونو سره د همدې کال د اپریل د میاشتې راهېسې جګړه کې ښکیل دي.

په دې موده کې په دې جګړو کې نهه زره نهه سوه کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG