د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۴

هفینګټن پوسټ: د افغان امریکايي پوهنتون ۲ استادان لاهم برمته دي


هفینګټن پوسټ په کابل کې د امریکايي پوهنتون د بیا پرانېستلو په اړه یو ویډیويي رپوټ خپور کړی او د برشنا په نوم د حقوقو د هغې محصلې سره یې خبرې کړې چې پردې پوهنتون په وروستۍ حمله کې زخمي شوې ده.

له‎دې سره په مقاله کې هفینګټن پوسټ لیکلي چې د افغانستان د امریکايي پوهنتون دوه استادان لاهم په پاکستان کې له مېشتې د حقاني شبکې سره برمته دي.

هفینګټن پوسټ لیکلي:

دا پوهنتون هغو کسانو ته چې د امریکا او افغانستان د اړیکو نزدېکت غواړي، یو سمبول و.

خپرونې په لیکنه، پر امریکايي پوهنتون حمله هم ښايي د دې اکاډمیک مرکز د سمبولیک ارزښت له امله شوې وه.

د ایرلنډ خپرونې ایرش اکزماینر لیکلي:

"د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د اېرلنډ په ماتولو د کرکټ ټیسټ لوبو ته ځان نېږدې کړ."

ایرش اکزماینر د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ وروستۍ سیالۍته په کتنه کې لیکلي، د اصغر ستانکزي او افسر ځاځي سلیزو لوبه د افغانانو په ګټه کړه او راشد خان په ۹۹ رنزو کې ۵ ویکېټې واخیستې چې د ایرلنډ د توپوهونکي هیلې یې پاش، پاش کړې.

د ایرش اکزماینر په لیکنه، افغانستان او ایرلنډ دوه نورې مسابقې لري او ګټونکی به یې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د ټيست لوبې لپاره له زیمبابوې سره چې اوس یې موقف ټیټ دی، سیالي وکړي او ګټونکي ته به یې د کرکټ د نړیوالې شورا په ټیسټ مچ / ټسټ لوبو کې د ګډون موقع ورکړ شي.

ډیلي سټار:

ډیلي سټار خپرونې د هوپ هووارد په نوم د یوې امریکايي عسکرې د ژوند په اړه په مقاله کې لیکلي چې افغانستان کې یې د امریکا په هوايي ځواکونو کې خدمت کړی خو اوس موډله ده.

ډېلي سټار لیکلي، هغې ښځې چې ۲۴ ساعته به يې ام- شپاړس ماشیندار تر بغل لاندې وه او په افغانستان کې له ترورېزم سره جنګ ته تللې وه، ځان په امریکا کې د ښایست او ورزش په ستوري بدل کړی دی.

هوپ هووارد له ښوونځي تر فارغېدو وروسته د امریکا هوايي ځواک کې شامله او په افغانستان کې خدمت ته واستول شوه.

هغې څلور کاله مخکې افغانستان کې خدمت بشپړ کړ او امریکا ته ستنه شوه.

هوپ ډېلي سټار ته ویلي، له افغانستانه تر ستنېدو وروسته یې غوښتل چې خپل ژوند بدل کړي او له دې امله يې ورزش او ښه خوارک پېل کړ.

هغه په لنډ وخت کې په‎داسې موډلې اود بدني ښکلا په داسې لارښوودې بدله شوه چې یوازې پر انسټګرام څه باندې پينځه نیم لکه پلویان لري.

هوپ ډیلي سټار ته ویلي:

"په افغانستان کې خدمت زما د ژوند تر ټولو خوږه او تر ټولو ترخه پېښه ده ځکه هلته مې د ژوند او نړۍ په اړه دید بدل شو."

XS
SM
MD
LG