د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۱

ناټو استازي روسيې ته: د اوکراين ختيځ کې وضعيت د سختې اندېښنې وړ دى


د روسيې او ناټو شورا په غونډه کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د اوکراين پر وضعيت هم ډېر تمرکز وشو.

د ناټو سرمنشي پرون په بروکسل کې تر غونډې وروسته خبريالانو ته وويل چې دا غونډه ډېره رغوونکې او بحثونه يې ډېر څرګند وو.

د ينس سټولټنبرګ په وينا ښکېلو لوريو بيا هم اوکراين کې د روان بحران په اړه ځينې څرګند اختلافات لرل.

د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ تر غونډې وروسته وويل، متحدانو له مسکوه غوښتنه وکړه چې د بحران د حل لپاره بېلتون غوښتونکي وهڅوي د مينسک د موافقې په رڼا کې خپل مکلفيتونه پرځاى کړي.

د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ
د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ

نوموړي وویل:

"نن متحدان پر روسيې ټينګار کوي د اوکراين ختيځ کې پر [روس-پلوه] بېلتونپالو له خپل پام-وړ نفوذه په استفاده دوى اړ کړي چې خپل مکلفيتونه پوره پرځاى کړي؛ متحدانو په دې اړه اندېښنه څرګنده کړه چې روسيې د پېژندنې هغه اسناد په رسميت پېژندلي چې بېلتون غوښتونکو خپاره کړي، له مخې يې د اوکراين په ختيځ کې د روسيې د پولي واحد روبل چلښت تحميل شوى او کمپنۍ ضبط شوي دي."

د ناټو سرمنشي زياته کړه، ناټو د اوکراين ځمکنۍ بشپړتيا او د ملي حاکميت د حق خونديتوب ته ژمن ده.

سټولټنبرګ وويل، متحدان به د روسيې له‎خوا د اوکراين د کريميا سيمې غير قانوني الحاق په رسميت ونه پېژني.

روسيې په ٢٠١٤میلادي کال د اوکراين په ختيځ کې کريميا ټاپووزمه په خپلې خاورې پورې الحاق کړله.

په همدې حال کې د اوکراين ولسمشر پيترو پروشينکو پوځ ته دستور ورکړى چې سر له راتلونکې شنبې د اوکراين په ختيځ کې په جنګي ساحه کې اوربند نافذ او له دې ساحې وسلې او مهمات وباسي.

پروشينکو دغه اعلان پرون په مالتا کې د اروپايي کميسيون له رئيس ژان کلاود يونکر سره د کتنې پر مهال وکړ.

XS
SM
MD
LG