د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۶

جرمني څارنوالانو یو افغان طالبانو سره پر غړیتوب رسماً تورن کړ


د جرمني يا المان فډرال څارنوالانو پرون پنجشنبه د حکمت په نامه افغان ځوان رسماً تورن کړ چې د يوه بهرني تروريستي سازمان غړى و او په شپږو مواردو کې يې د خلکو د وژنې هڅه کړې وه.

د افغانستان دغه تبعه دغه راز د وسلو د لېږد له قانونه په سرغړونه هم تورن شوى دى.

جرمني څارنوالان په دې باور دي چې حکمت د ٢٠١٣میلادي کال په نيمايي کې د طالبانو له ډلې سره يوځاى شوى و او هلته يې د وسلو کارونه زده کړه.

ويل شوي چې دغه ځوان د افغان پوليسو په وړاندې په څو وسله‎والو نښتو کې برخه درلوده او لږ تر لږه دوه واري يې په خپله ډزې کړي، خو تر اوسه څرګنده نه ده چې د ده په ډزو څوک وژل شوي که نه.

د جرمني څارنوالانو ويلي، دغه افغان وګړي په ٢٠١٤میلادي کال د وسله‎والو طالبانو ډله پرېښوده.

د افرادو د شخصي اطلاعاتو د محرميت د قانون له مخې د جرمني چارواکو د حکمت بشپړ نوم نه‎دى افشا کړى او په دې اړه يې نور جزئيات نه دي ورکړي.

د جرمني پوليسو درې ورځې مخکې هم د عبداله په نامه د يوه افغان د نيولو خبر ورکړى و چې د وسله‎والو طالبانو په ډله کې د غړيتوب شک ورباندې کېږي.

د رويټرز اژانس په حواله، ګومان کېږي عبدالله د طالبانو قوماندان و او پر يوه پوځي کاروان په حمله کې يې لاس درلود.

ويل شوي په هغه حمله کې لږ تر لږه ١٦ امريکايي او افغان سرتېري وژل شوي وو.

د جرمني د فډرال څارنوالۍ دفتر تېره اوونۍ اعلان وکړ چې د عبدالله په نوم افغان ٣٠ کاله عمر لري او اته ورځې مخکې نيول شوى دى.

د دې ادارې د خبرپاڼې په حواله، ګومان کېږي چې دغه مشکوک کس په ٢٠٠٢میلادي کال له طالبانو سره ملګرى شوى و.

افغان حکومت وايي جرمني کې دغه دوه نيول شوي مشکوک کسان د افغانستان له طريقه جرمني ته نه‎دي تللي.

د کورنيو چارو وزارت سرپرست وياند نجيب دانش
د کورنيو چارو وزارت سرپرست وياند نجيب دانش

د کورنيو چارو وزارت سرپرست وياند نجيب دانش ازادي راډيو ته وويل:

"دا ډول کسانو له افغانستانه په قانوني لارو بهر سفر نه‎دی کړی. بلکې متأسفانه چې د یو شمېر ګاونډیو هېوادونو له لارې د هغو هېوادونو له لارې چېرې چې اوس هم د ترهګرو مرکزونه دي دوی له هېواده بهر ځي. موږ له ځینو مواردو خبر یو لکه د ملا منصور په څېر چې پاکستاني پاسپورټ‌یې درلود او په هغه یې سفر کاوه، د طالبانو لسګونه نور قوماندانان هم د پاکستاني پاسپورټونو څخه په ګټې اخیستنې بهرنیو هېوادونو ته تللي دي.."

د کورنيو چارو وزارت وياند جرمني کې د طالبانو د ډلې د دوو مشکوکو غړو حکمت او عبدالله نيول کېدل، د ټرورېزم پر وړاندې د مبارزې برخه کې د نړيوالې اجماع يوه برخه ګڼي.

نجيب دانش وايي، کابل د دغو دوو مشکوکو کسانو د نيول کېدو هرکلى کوي.

XS
SM
MD
LG