د لاسرسي لېنکونه

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن ترکیې ته په یوه ورځني سفر د دغه هېواد له چارواکو سره په لیدنه کې له اسلامي دولت ډلې سره د مبارزې په لارو چارو خبرې وکړې.

رویټرز خبري آژانس د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ په حواله ویلي چې ټیلرسن او رجب طیب اردوغان نن د داعش یا اسلامي دولت ډلې او سوریه او عراق کې د نورو تُندلارو ډلو پر ضد په ګډو اقداماتو بحث وکړ.

د رپوټ په حواله اردوغان له ترورېزم سره د مبارزې په کار کې د هغه په خبره د مشروع لوبغاړو تر څنګ د کار په اهمیت ټینګار وکړ.

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر همدا راز د ترکیې له صدراعظم بن علي یلدرم سره لیدلي او په سیمه کې یې د دواړو هېوادونو د امنیتي او اقتصادي اړیکو په ټينګښت خبرې کړي دي.

XS
SM
MD
LG