د ټرمپ ادارې کانګرس ته ويلي چې غواړي پر بحرین ۱۹ ايف ۱۶ الوتکې وپلوري.
د اوباما ادارې د بشري حقونو په خاطر دغه خرڅلاو مشروط کړی وو.
د ټنسي ايالت سناتو باب کراکر د چهارشنبې په ورځ د بهرنیو چارو وزارت د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې ته وويل چې د ټرمپ اداره په پام کې لري د الوتکو دغه خرڅلاو تائيد کړي.
سنا دا صلاحيت لري چې دې موافقې ته بيا کتنه وکړي او د رأيو له لارې يې د پلور لاره ونیسي خو سنا کې د جمهوري غوښتونکو اکثريت دی نو دا کار شونی نه ښکاري.
د بهرنیو چارو وزارت لومړی ځل کانګرس ته د ۴.۸۷ میليارډو ډالرو په لګښت د دغې موافقې په اړه د اوباما ادارې پر مهال ويلي وو.
خو دا موافقه ځکه وځنډول شوه چې د اوباما ادارې اندېښنه څرګنده کړه چې بحرین د بشري حقونو برخه کې پرمختګ نهدی کړی.
د نوي ادارې دا پرېکړه ښيي چې د شيعه ايران پر وړاندې د سُني هېوادونو ملاتړ کوي.
د واشنګټن مېشتې بشري حقونو ادارې کارکوونکي براین ډولي وويل چې د الوتکو له پلوره د بشري حقونو د شرط لېرې کولو مانا به دا وي چې ځپنې نورې هم وهڅول شي او بحرين کې بې ثباتي نوره هم زیاته شي.
سناتور باب کراکر بیا وايي چې د وسلو پر پلور د علني شرايطو ايښودلو پرځای د امریکا د متحدو هېوادونو پالیسيو کې د تغير غوښتلو نورې اغېزمنې لارې هم شته.
د جېټ الوتکو سره د پلور په دغه موافقه کې ۲۳ انجنونه، رادارونه، د هوايي دستګاوو اړوند توکي او له هوا په هوا کې او له هوا پرمځکه د ویشتلو مهمات شامل دي.
بحرين کې سُني حکومت دی او د ۲۰۱۱میلادي کال له مارچ مياشتې راهيسې دغه هېواد کې ناکراري شوه چې حکومت د شیعهګانو په مشرۍ د ډموکراټيکو اصلاحاتو غوښتونکي لاريونو مخه ونيوله.
د دغه هېواد شيعه مذهبي شکايت کوي چې د سُني چارواکو لهخوا له حقونو بې برخې شوي دي.
بحرين د امریکا سټراټيژيک ملګری هېواد دی او د امریکا پنځمه جنګۍ بېړۍ په دغه هېواد کې ځای پرځای ده.