د لاسرسي لېنکونه

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انتونیو ګوترس عراق ته ورسېد څو د ده په خبره هلته "سخت بشري وضعیت" و ارزوي.

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي نن په خپل ټوېټر لیکلي چې:

"د ملکیانو خوندیتوب باید سل په سلو کې لومړیتوب ولري."

تمه وه چې د ملګرو ملتونو سرمنشي د عراق کُرد میشتې سیمې، مرکز اربیل ته تر تلو مخکې په بغداد کې د عراق له صدراعظم حیدرالعبادي سره وګوري.

ښاغلی ګوترس داسې وخت عراق ته رسېږي چې عراقي پوځیان د اسلامي دولت ډلې له کنټروله د شمالي ښار موصل د بیا نیولو لپاره عملیاتو ته دوام ورکوي.

عراقي پوځیانو په اکتوبر میاشت کې د امریکا متحده ایالتونو په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو د هوايي حملو په مټ په عراق کې د اسلامي دولت ډلې د اصلي مرکز موصل د بیا نیولو لپاره پراخ عملیات پيل کړل او د دغه ښار ختیځې برخې یې ونیولې.

په لکونو خلک د موصل په جګړو کې بند پاتې دي او یا یې د جګړې له وېرې خپل کورونه پرېښې دي.

XS
SM
MD
LG