په کندهار کې د وسلهوالو طالبانو د سرې قطعې د قوماندان په ګډون ۱۸ وسلهوال وژل شوي دي.
په کندهار د ۲۰۵ اتل قول اردو د قوماندانۍ ویاند احمد صادق عیسي ازادي راډیو ته وویل چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان ځواکونو ګډو تصفیوي عملیاتو کې چې د کندهار په نېښ ولسوالۍ کې روان دي د وسلهوالو طالبانو د سرې قطعې ډله چې مشري يې ملا رحمتالله کوله د خپلو ۱۷ نورو ملګرو سره ووژل شو.
د ښاغلي عیسي په وینا دغه عملیاتو کې افغان ځواکونو ته یو شمېر وسلې او مهمات هم په لاس ورغلي دي.
نوموړی وايي:
"زموږ زړورو سرتېرو تېرو ۲۴ ساعتونو کې د خلکو او خاورې د دفاع په هدف عملیات کړي چې په نتیجه کې يې ۱۸ وسلهوال وژل شوي چې يو پهکې د دوی مشر ملا رحمتالله هم شامل دی."
چارواکي وايي چې د ملا رحمت الله په نوم د وسلهوالو طالبانو د دغه د سرې قطعې ډلې چې ځانګړي روزنه او تجهیزات لري دوه ځله د نېښ ولسوالۍ د نیولو هڅه وکړه.
د چارواکو په وینا د وروستي حملې وروسته افغان ځواکونو د دغه ډلې او نورو وسلهوالو پرضد د اتل په نوم عملیات پیل کړل چې اوس هم جریان لري.
وسلهوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
راپور :محمدصادق رښتینی