د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال وايي، د شورا د مشر په نه‎شتون کې دغه شورا د اجرائیه چارو په ګډون له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ ده.

د سولې عالي شورا مرستیال عزیزالله دین محمد نن ازادي راډیو ته وویل، د شورا د مشر د ټاکلو پریکړه له ولسمشر سره ده او دې برخه کې د سولې عالي شورا کوم ځانګړی کاندید هم نه‎لري:

"د سولې د عالي شورا رئیس چې نه‎وي نو ښکاره خبره ده هغسې چې لازمې ده، د دغې شورا کارونه ښه پرمخ نه‎شي تلای، له دې ناحیې د سولې عالي شورا له ستونزو سره مخ ده."

د سولې عالي شورا پخوانی مشر پیر سید احمد ګیلاني د تېرکال په دلوې میاشت کې وفات شو، خو حکومت تر اوسه دغه مقام ته څوک نه‎دي ټاکلی.

XS
SM
MD
LG