د لاسرسي لېنکونه

د کندهار په سپین‎بولدک ولسوالۍکې افغان سرحدي پولیسو پاکستان ته قاچاق کیدونکي ۶ زمریان نیولي دي.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک ازادي راډیو ته وویل چې د چهارشنبې په ورځ ناوخته سرحدي پولیسو په دغه ۶ نیول شویو زمریانو کې درې نارینه او درې ښځینه دي.

د خپلواک په وینا قاچاق کوونکو دغه زمریان په ځانګړو قفسونو کې په ډېره ماهرانه توګه په بار وړونکو موټرونو کې ځای پرځای کړي وو.

خپلواک زیاته کړه چې د زمریانو دغه نسل په نړۍ کې نایابه دی او یوازې افغانستان کې موندل کېږي.

نوموړی وايي:

"سرحدي سرتېرو سپين‎بولدک ولسوالۍ کې هغه شپږ زمريان نيولي چې پاکستان ته قاچاقېدل، د پوليسو پلټنه جريان لري، ياد زمريان په ډېر ماهرانه توګه په يو لوى بارداره موټر کې ځاى پر ځاى شوي وو."

تراوسه معلومه نه‎ده چې دغه زمریان دقیقاً د جنوبي ولایتونو په کومه سیمه کې نیول شوي دي.

خو د کندهار د پولیسو ویاند ضیا دُراني ازادي رادیو ته وویل چې پولیسو د قاچاق کوونکو سره د همکارۍ په تور یو تن نیولی دی او د اصلي قاچاق کوونکو د نیولو په لټه کې دي.

راپور: محمدصادق رښتینی

XS
SM
MD
LG