د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۱

واشنګټن ټایمز: افغانستان کې د امریکا اوسنی ماموریت توپیر لري


واشنګټن ټایمز ورځپاڼې د خپلې یوې مقالې په عنوان کې لیکي چې افغانستان ته د نورو سرتېرو استول ایجابوي چې دغه ځواکونه ښايي پخوانۍ تېروتنې په پام کې ونیسي.

ورځپاڼه د امریکايي منصبدارانو له قوله لیکي چې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو اوسنی ماموریت تر پخواني ماموریته ډېر توپیر لري.

امریکايي او ناټو ځواکونه چې پخوا يې ماموریت حربي وو اوس افغان ځواکونو سره د وسله‎والو طالبانو او نورو یاغیانو په وړاندې جګړه کې مرستندویه رول لري او دوی ته مشورې ورکوي.

جګړن پول ریویرا چې پنځه کاله مخکې هم په هلمند کې و، واشنګټن ټایمز ته ویلي چې اوسنی ماموریت يې تر پخواني ډېر متفاوت دی.

جګړن ریورا وايي چې بهرنیو ځواکونو پخوا په جګړه کې مخکښ رول درلوده خو اوس دغه رول د افغان ځواکونو دی.

نوموړي چې روان پسرلي کې له ۳۰۰ سرتېرو سره افغانستان ته ځي خپل نوی رول یې په یو مثال کې تشریح کړی او ویلي دي چې اوس به زه موټر نه چلوم، موټر چلوونکی به بل څوک وي او زه به یوازې مشورې ورکوم چې څنګه يې ښه او مصؤن وچلوي.

ورځپاڼه لیکي چې تر ټولو مهمه خبره خصوصاً هغو سرتېرو ته چې په لومړي ځل افغانستان ته ځي دا ده چې دوی خپل افغان سربازان ښه وپیژني او د کلتور په هکله يې معلومات ولري.

د هنري ګونزالیس په نامه یوه منصبدار ورځپاڼې ته ویلي چې امریکايي سربازان ښايي افغان عسکرو ته درناوی وښیي او که په یو ډول یې بې احترامي وشي نو افغان سربازان يې په زړه کې ساتي او ذهنونه یې اوږدې حافظې لري.

بل‎خوا فارن پالیسې خپرونې د تبصرو او نظریاتو برخه د افغانستان په هکله د هارفارد پوهنتون د یوه استاد سټیفن ام والټ یوه مقاله خپره کړې.

نوموړی په افغانستان کې د شپاړلس کلنې جګړې د تاریخچې له بیان وروسته د شخړې په ډيپلوماټیک حل ټینګار کوي.

سټیفن والټ لیکي:

سره له‎دې چې امریکا د افغان ځواکونو په روزنه لسګونه میلیارډه ډالر لګولي دي خو بیا يې هم داسې یو ځواک نه‎دی روزلی چې یاغیان احتوا کړي.

وسله‎والو طالبانو تر خپل واک لاندې سیمې پراخې کړي او اوس دیته ضرورت لیدل کېږي چې نورځواکونه هم افغانستان ته واستول شي.

نوموړی د افغانستان شخړه یودلدل ګڼي او وايي چې پراخه سیاسي روغه چې ټولې کورنۍ سیالې ډلې سره پخلا کړي او بهرني قدرتونه چې په دغه هېواد کې لاسوهنه کوي رغوونکي رول لوبولو ته وهڅوي د دغې ستونزې اوږدمهالی حل دی.

د فارن پالیسې دغې مقالې کې راغلي دي چې اوس تقریباً ټول په دې پوهېږي چې د پاکستان خاورې څخه د وسله‎والو طالبانو استفاده اودوی سره د پاکستاني استخباراتو مرسته یوه اساسي ستونزه ده.

د هاروارډ د پوهنتون دغه استاد لیکي چې په افغانستان کې بری ایجابوي چې پاکستان ته قناعت ورکړل شي چې خپله تګ‎لاره بدله کړي او د دغه مطلب ترسره کول که نا ممکن هم وي خو په نهایت کې یو ډیپلوماټیک چلینج دی نه پوځي.

سټیفن والټ لیکي:

له پیاوړي، پرمختللي او څرګند ډیپلوماټیک زیار پرته افغانستان کې اوږد مهالی بری لیرې بریښي.

XS
SM
MD
LG