د لاسرسي لېنکونه

د تاجکستان د پایتخت دوشنبې محکمه د هغه سړي ادعا څېړي چې وايي، پولیسو ترې د شکنجي په زور داعش ډلې ته د وسله‎والو د جذبولو اعتراف اخیستی دی.

د ۲۹ کلن جاویدان حکیموف چې په تېره جنوري میاشت کې نیول شوی، مدافع وکیل پرون وویل، پولیسو نوموړی د تحقیقاتو پرمهال ډېر سخت وهلی دی.

حکیموف محکمې ته ویلي د پولیسو د مرکز په زیر زمیني کې افسرانو په وهلو د ده پزه ماته کړه او برقي شارټونه يې ورکول.

محکمې د حکیموف د وکیل دا غوښتنه چې د دې ادعا د ثبتوت لپاره دې دده د مؤکل طبي معاینه وشي، رد کړې ده.

د دوشنبې په محکمه کې د پولیسو یو شمېر افسرانو هم څرګندونې وکړې او دا يې رد کړه چې ګواکې جاویدان حکیموف يې شکنجه کړی دی.

پر حکیموف تور دی چې عراق او سوریه کې يې د داعش لپاره تاجک اتباع جذبول.

XS
SM
MD
LG