د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۹

د افغانستان لویه څارنوالي: فساد کې ښکېل هېڅوک مصونه نه‎دي


د افغانستان لویه څارنوالي وايي، د فساد پرضد مبارزه لا خپلو اهدافو ته نه‎ده رسېدلې او دا بهیر به په جدیت سره دوام ومومي.

د لويې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي پرون ازادي راډیو ته وویل، فساد کې ښکېل هېڅوک مصؤنه نه‎دي او قانون به پر ټولو یو شان عملي کېږي.

د لويې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي
د لويې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي

نوموړی وايي:

"زه تاسو ته دا ډاډ درکوم چې هر کس او یا فرد چې په هر مؤقف او سطحه کې وي او جرم وکړي په ځانګړي ډول که د اداري فساد جرم وي او د هېواد نافذه قوانین لويې څارنوالۍ ته اجازه ورکړي وي چې هغه قضیه وڅېړي نو د قانون په عملي کولو کې به له هر ډول هڅې او مشروع وسایلو کارولو دریغ ونه‎کړي."

لويې څارنوالۍ تر دې څرګندونو دمخه افغانستان کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي اداري فساد د افغانستان د حکومت او ولس پر وړاندې یو ستر ګواښ بللی و.

فرانز مایکل مېلېبن دې وروستیو کې ازادي راډیو ته وویل، د دې لپاره چې افغانستان کې له مجازاتو څخه د معافیت کلتور ختم شي، فساد کې ښکېل لوړ رتبه چارواکي باید مجازات شي.

مېلېبن: د معافیت فرهنګ له‌منځه وړل فساد ته د پای ټکی اېښودل دي

ښاغلي مېلېبن پر افغان حکومت غږ وکړ چې عدلي او قضايي سیسټم کې شفافیت راولي.

د افغانستان لویه څارنوالي وايي، که څه هم د ملي یووالي د حکومت له جوړېدو راپدېخوا د فساد پرضد مبارزه کې لاسته راوړنې لري خو دا مبارزه به وخت ونیسي.

د افغانستان لویه څارنوالي
د افغانستان لویه څارنوالي

د لويې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وايي:

"له اداري فساد سره چې کوم پروګرامونه تر اوسه په لويې څارنوالۍ کې عملي شوي او یا لويې څارنوالۍ چې خپل عدلي او قضايي چلند سره په دې برخه کې کومه مبارزه کړې ده ډېره ګټوره، اغېزمنه او اساسي وه خو دا اقدامات په هېڅ صورت کې کافي نه‎دي."

د شفافیت د نړیوال سازمان د ۲۰۱۶ میلادي کال د راپور له مخې افغانستان له اداري فساد سره د مبارزې له مخې د دوی فهرست کې ۷ درجې ښه شوی دی.

XS
SM
MD
LG