د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۹

افغانه لمبوزنه هیلینا توکیو کې د ۲۰۲۰ المپیک لوبو کې ګډون کوي


د افغانستان د لامبو فدراسیون هڅې پیل کړې چې په توکیو کې د ۲۰۲۰ کال د المپیک لوبو ته یوه افغان لوبغاړې واستوي.

که څه هم د دودیزو محدودیتونو له کبله افغانستان د نجونو د لامبو لپاره مناسب هېواد نه دی خو بیاهم د هېواد لامبوزنې نجونې غواړي چې د نړۍ په کچه په لوبو کې ګډون وکړي.

افغانستان د لامبو د تمرین لپاره دېرش حوضونه لري چې یوازې په یو کې نجونې لامبلای شي.

که څه هم حتی د لامبو دا حوضونه هم د وسله والو د حملو له ګواښ سره مخامخ دي، خو هغه د ګوتو په شمار لوبغاړې نجونې چې دې حوضونو ته د تلو زړه لري وايي، دوی هیله منې دي چې په توکیو کې د ۲۰۲۰ کال د المپیک په لوبو کې به ګډون وکړي.

د نجونو د لامبو د نوې جوړې شوې کمېټې روزونکې پنځه ویشت کلنه هیلینا صبوري په جګړه ځپلي افغانستان کې چې د سمندر لاره نه لري او په ټولنه کې د دودیزو محدودیتونو له کبله ډېری خلک د نجونو له لامبو سره مخالف دي، د دې هیله منو مېرمنو یو مثال دی.

هیلینا چې اوس د اقتصاد په برخه کې په لوړو زده کړو بوخته ده له خپلې یوې خورلڼې سره یوه حوض ته له تلو وروسته لامبو ته مخه کړه.

وروسته دې له انټرنټ څخه د لامبو ویډیوګانې ډونلوډ کولې او د انټرنیټې لارښوونو په مرسته به یې په کابل کې تمرین کاوه.

مېرمن صبوري وايي، په پیل کې ډارېدله چې ډوبه نشي خو وروسته چې زده یې شوه دا فکر ورته پیدا شو چې باید د هغو نجونو ښوونکې شي چې لامبو یې نه ده زده.

خو په اوبو کې ډوبېدل د هیلینا صبوري یوازینۍ ستونزه نه وه.

وروسته له دې چې افراطي ډلو د نجونو د حوض مسوولانو ته خبرداری ورکړ، دې ته وویل شول چې هغه حوض ته دې نه ځي.

هیلینا وايي، لامبوزنې نجونې له رازراز ګواښونو سره مخامخ دي خو دا زیاتوي چې اوس امنیتي وضعیت نسبتاً ښه شوی او دا د پخوا په شان نه وېرېږي.

په افغانستان کې چې ښځې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي ډېری کورنۍ په دې باور دي چې ښځې باید تل په کور کې وي.

مېرمن صبوري همدا باور د ځان او خپل ټیم لپاره تر ټولو لوی خطر ګڼي.

دا وايي پوهېږي چې د لامبو په پیلولو سره یې دود یې مات کړی او ستر خطر یې پرځان منلی.

هیلینا او ملګرو یې له دې مخکې د لامبو پرمهال یو ډول تورې جامې چې اوږده لستوڼي او پایڅې یې درلودې اغوستې او داسې خولۍ یې په سروله چې ټول سر به یې پکې پوښلی و، خو اوس یوه برازیلۍ کمپنۍ د افغانستان له دودونو سره سم بل ډول جامې ورته جوړوي.

د افغانستان د لامبو د فدراسیون رئیس وايي، د لامبوزنو ښځو لپاره لویه ستونزه بې امنیتي ده.

سید احسان طاهري د هیلینا صبوري زړورتیا ستايي او د روان کال په فبروري میاشت کې یې نوموړې د لامبوزنو ښځو د کمېټې د مشرې په توګه وټاکله.

ښاغلی طاهري وايي، د دوی هدف دا دی چې لږترلږه دوه نارینه او یوه ښځه به په ۲۰۲۰ کال کې د توکیو د المپیک په لوبو کې د افغانستان د ټیم غړي وي.

که داسې وشي نو دا به لومړی ځل وي چې له افغانستان څخه یوه لامبوزنه مېرمن د نړیوال المپیک په لوبو کې ګډون کوي.

د افغانستان د لامبو د فدراسیون مشر همدار از هیله من دی چې د هېواد ځوانې لامبوزنې به د منځنۍ اسیا د اتلولۍ په لوبو کې چې د اپریل میاشتې په وروستیو کې په ترکمنستان کې ترسره کېږي، ګډون وکړي.

XS
SM
MD
LG