د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۳

تیموري: افغان حکومت د کانونو برخه کې پر کړیو ژمنو عمل نه دی کړی


د افغانستان له کانونونه د څار يو شمېر بنسټونه وايي، د کانونو په برخه کې حکومت پر خپلو کړیو ژمنو عمل نه دی کړی.

یاد بنسټونه وايي، افغان حکومت د کانونو په برخه کې د اصلاحاتو په راوستو کې پاتې راغلی او د کانونو او پټرولیم وزارت نوې رهبري به په دې هکله له ازماېښت اوستونزو سره مخ وي.

د افغانستان د شفافیت د څار سازمان د عدالت غوښتنې د برخې مسؤل ناصر تیموري د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د يوې خبري ناستې پرمهال وویل چې د کانونو او پټرولیم وزارت نوې رهبري باید هڅه وکړي چې د کانونو په برخه کې د حکومت کړیو ژمنو ته عملي بڼه ورکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"د کانونو د سکټور په برخه کې د اصلاحاتو په اړه کومې ژمنې چې د ملي يووالي حکومت د بروکسل کنفرانس په ګډون په مختلفو نورو ناستو کې کړي هېڅ يو یې نه دي عملي شوي، د کانونو او پټرولیم وزارت نوې رهبري د دې ترڅنګ چې د ملي یووالي د حکومت د کړیو ژمنو د عملي کولو دنده لري همدارنګه د تېرو دوو کلونو پاتې کارونه هم ورته په مخکې پراته دي."

ښاغلي تیموري وویل، د افغانستان ټول استخراجي سکټور بېړنیو اصلاحاتو ته اړتیا لري او حکومت ته په کار ده چې په دې برخه کې جدي ګامونه پورته کړي.

د افغانستان د شفافیت د څار سازمان د معلوماتو له مخې له يو کال څخه ډېره موده کېږي چې د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د يوه با صلاحیته مشر له تشې سره مخ ده چې له امله يې د افغانستان د کانونو په برخه کې ستونزې ډېرې شوي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر اشرف غني د يوه حکم له مخې مېرمن نرګس نهان د کانونو او پټرولیم وزارت ته کانديده کړې خو ناصر تیموري وایي، که مېرمن نهان د ولسي جرګې لخوا تائید شي نو ډېر کارونه یې په مخ کې دي.

څه موده وړاندې اروپايي ټولنې هم له افغان دولت څخه وغوښتل چې د کانونو د غېر قانوني کېندنو مخنیوی وکړي.

جمهوري ریاست بیا د اروپايي ټولنې د وروستۍ اعلامیې په غبرګون کې وویل چې د کانونو په قراردادونو کې د يو لړ ستونزو له امله د ملي وحدت حکومت هېڅ قرارداد تر هغه نه لاسلیکوي چې په اړه یې هر اړخیزې څېړنې ونه شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت مسؤلین بیا وايي چې په دغه وزارت کې خاصو اصلاحاتو ته اړتیا نه لېدل کېږي او غېر قانوني کېدنې يوازې په نا امنو سیمو کې کېږي.

د دغه وزارت ویاند ذبیح الله سروري ازادي راډیو ته وویل چې د کانونو او پټرولیم وزارت ټولې چارې د قانون سره سمې پرمخ ځي او د اصلاحاتو په برخه کې هر ډول اندېښنې بې ځایه دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د دندو د لایحې له مخې کارونه پرمخ ځي او هر کله چې دلته د اصلاحاتو اړتیا ولېدل شي، نو ولسمشر چې زموږ چارې له نېږدې څاري هغه به لارښوونه کوي او له هغه وروسته به اصلاحات منځ ته راځي، د غېر قانوني کان کېندنو موضوع په اړه باید ووایم چې هغه يوازې په نا امنو سیمو کې ده."

ښاغلی سروري وايي، د کانونو د غېر قانوني کېندنو په اړه د کانونو او پټرولیم وزارت خپل پلان اجرائیوي ادارو ته سپارلی ترڅو په دې برخه کې اجرأت وکړي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG