د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۰

محتاط: د الکترونیکي تذکرو وېش لړۍ تر راتلونکو ۳میاشتو پیلېږي


د الکترونیکي تذکرو د وېش اداره وايي، د تذکرو وېش لپاره د حکومت مشرانو حکم صادر کړی او تر درېیو راتلونکو میاشتو به دا لړۍ عملاً پیل شي.

د دغې ادارې مشر همایون محتاط د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې ولسمشر په دې اړه دې ادارې ته لارښوونه کړې.

د هغه په باور د الکترو نیکي تذکرو د وېش لومړی پړاو ازمایښتي دی چې تر راتلونکو درېیو میاشتو به پیل او شااوخوا پنځه لکه هغو کسانو ته به چې لا له وړاندې یې هویت تثبیت شوی ورکړل شي.

نوموړي زیاته کړه:

"دا وخت د پروګرام د عملي کېدو په برخه کې د حکومت د مشرانو ټینګه اراده موجوده ده او د پروګرام د پیلېدو په تېره بیا د تذکرو د وېش په برخه کې هدایت صادر شوی دی."

هغه وايي، د دې پروګرام په لومړي پړاو کې د تذکرو د وېش پیل، د کارکونکو او متخصصانو استخدامول، د نومونو د ثبت مرکزونو پرانیستل او د تجهیزاتو ځای پر ځای کول شامل دي.

محتاط وویل چې د دې ادارې پخوانیو کارکونکو ته د استخدام په وخت کې د لومړیتوب حق ثابت دی.

له دې سره دا اداره وايي چې د املايي غلطیو د مخنیوي، د عمر مشخصولو، د هویت د تثبیت مرکزونو جوړولو، د نفوسو د احوالو د ثبت کتابونو د ډيجیټل کېدو په برخه کې ځانګړی طرزالعمل هم وروستی شوی دی.

د الکترونیکي تذکرو وېش د ملي وحدت حکومت یو مهم لومړیتوب ګڼلی، خو د تېرو نېږدې درېیو کلونو راهیسې یې وېش نه دی پیل شوی.

د نفوسو د احوال د ثبت قانون د جمهور رئیس غني له خوا په ۲۰۱۴ میلادی کال کې توشیح شو، خو د قوم، ملت او دین کلمو د نه لیکلو په اساس دا پروسه له ځنډ سره مخ کړه.

وروسته له ډېرو اعتراضونو پرېکړه وشوه چې دا کلمې په الکترونیکي تذکرو کې ولیکل شي.

له دې سره د کورنیو چارو وزارت وايي چې د دې پروسې د امنیت ټينګښت ته لومړیتوب ورکوي او پر داسې یوه امنیتي پلان کار روان دی چې د خلکو او د تذکرو د وېش دفترونو امنیت ډاډمن کړي.

نجیب دانش.
نجیب دانش.

د یاد وزارت ویاند نجیب دانش ازادي راډيو ته وویل:

"د دغه بهیر د پیلېدو سره به د کورنیو چارو وزارت د ټولو امکاناتو څخه استفاده وکړي چې امنیت یې خوندي وي، موږ د وېش د مرکزونو او د خلکو امنیت ته چمتووالی لرو."

د الکترونیکي تذکرو د وېش اداره وايي چې د الکترونیکي تذکرو د وېش لړۍ له کابله پیلوي او په تدرجي ډول به ولایتونو ته هم وغځېږي.

خو د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاد نجیب محمود په دې باور دی چې د الکترونیکي تذکرو د وېش لړی لا له پیله له ستونزو سره مخ ده او تمه نه کېږي چې اوس هم دا بهیر پیل شي.

سره له دې چې د خلکو د بې باورۍ تر څنګ د الکترونیکي تذکرو د وېش اداره د دغه بهیر د پیلېدو ډاډ ورکوي، خو و لیدل شي چې داځل د حکومت دا ژمنه عملي بڼه غوره کوي اوکه به بیا هم د دې پروسې پر وړاندې کوم خنډ پیدا کېږي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG