د لاسرسي لېنکونه

د امریکا د حکومت یوه لوړ رتبه چارواکي ویلي چې د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن به د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په را روانه غونډه کې پر دې چې روسیه باید پر خپلو ګاونډیانو د تشدد له امله تر فشار لاندې شي، خبرې وکړي.

ټېلرسن به د ناټو له غړیو وغواړي چې پر روسیه له دې امله فشار زیات کړي چې د اوکراین د جګړې د پاي ته رسولو لپاره خپل مسؤلیت يې نه دی ادا کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړ رتبه چارواکي پرون پر ټلیفون خبریالانوته ویلي چې ټېلرسن به د مارچ په ۳۱مه نېټه د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړي.

دې امریکايي چارواکي ویل، ټېلرسن به د اوکراین په ختیځ کې د امنیتي وضعیت د ښه کېدو لپاره د امریکا پرتعهد ټینګار وکړي او پر روسیه د فشار راوستلو په اړه به هم وغږېږي څو مسکو د خپلو ګاونډیانو پرضد له تشدده لاس واخلي او د منسک موافقه عملي کړي.

ټېلرسن پلان درلود چې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډې چې د اپرېل په پنځمه او شپږمه جوړېده، تېر شي.

دې مسئلې د ولسمشر ډونالد ټرمپ په تر رهبرۍ لاندې اداره کې، له ناټو سره د امریکا د تعهد په اړه یو شمېر اروپايي هېوادونه په اندېښنه کې کړي وو.

XS
SM
MD
LG