د مخکښې ښځې د دې اوونې په پروګرام کې د افغانستان د محکمو یوه فعاله ښځینه مدافع وکیله درپیژنو.
جمیله ستانکزۍ وايي چې د تېرو ۱۵ کالونو راهیسې د ښځو د حقونو لپاره په محکمو کې منډې ترړې وهي.
د هغې په باور نوموړي په دې موده کې تر لسو زرو ډیرې قضیي چې ډېره برخه یې د تاوتریخوالي پیښې دي څیړلي او کامیابه کړي دي.
د جمیلې له کار سره دلته د مخکښې ښځې په پروګرام کې اشنا کېږو چې یوسف ځدراڼ ورسره خبرې کړي دي: