په ننګرهار کې یوې باوري سرچینې ازادي راډيو ته ويلي تېره شپه افغان ځانګړو ځواکونو په ښېوې ولسوالۍ کې د ننګرهار د افغانستان بانک رئيس مولوی احمدزي پر کور ځانګړي عمليات شوي چې درې تنه وژل شوي او ۱۸ تنهيې له ځانه سره ژوندي بيولي.
د دې سرچينې په وینا دغه عملیات د داعش سره د تړاو په تور د شکمنو کسانو نیونه وه چې په بیول شویو کسانو کې یو تن مېلمه او نور ټول د افغانستان بانک د رئيس د کورنۍ غړي دي.
د ولایت ویاند عطالله خوګياڼي په ښېوې ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو لهخوا شوي عملیات تائیدوي خو په خبرهيې چې د دې عملیاتو پایلې به وروسته رسنیو سره شریکې شي.