د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۲

د جرمني پولیسو د افغان طالبانو یو مشکوک قوماندان نیولی


د جرمني پولیسو د افغان طالبانو یو مشکوک قوماندان نیولی دی.

د جرمني د فدرالي څارنوال دفتر پرون وویل، د عبدالله په نوم دا افغان د مارچ په ۲۳مه نېټه په بایرن ایالت کې نیول شوی دی.

د دې ادارې په یوه بیان کې راغلي چې ګومان کېږي نیول شوی افغان په ۲۰۰۲ میلادي کال کې د خپل پلار په مشرۍ د وسله‎والو طالبانو له یوې ډلې سره یوځای شوی وي.

د جرمني د فدرالي څارنوال د دفتر خبرپاڼه زیاتوي، دې مشکوک کس په ۲۰۰۴ میلادي کال کې د وسله‎والو د یوې ډلې مشري کوله او وسلې او مهمات‌یې ترلاسه کړي وو.

د روېټرز خبري اژانس وايي، پر نیول شوي عبدالله شک دی چې افغانستان کې یې پر افغان او بهرنیو سرتېرو په څو بریدونو کې لاس درلود.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارواکي جرمني کې د دې افغان د نیولو په اړه وايي، دا ډول کسان هم د افغانستان او هم د نورو هېوادونو لپاره یو ګواښ دی.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش له ازادي راډیو سره په خبرو کې په دې اړه وویل:

"له نېکه‌مرغه دې وروستیو کې د نړۍ هر ګوټ کې د ترهګرۍ پر ضد یوه نړیواله اجماع رامنځته شوې. له همدې کبله هر ځای چې ترهګر ځان څرګند کړي یا نیول کېږي او یا ځپل کېږي. ترهګر هم افغانستان کې او هم له افغانستانه بهر یو تهدید دی. موږ د جرمني د چارواکو د دې اقدام هرکلی کوو چې داسې کسان چې جُرمي سابقه ولري او په مستقیمه او یا غیر مستقیمه توګه ترهګرۍ کې لاس ولري ونیسي."

د جرمني د فدرالي څارنوال دفتر وايي، عبدالله په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د وسله‎والو هغه ډله چې ده‌یې مشري کوله پرېښوده.

نوموړي دا کار مخکې له دې چې واده وکړي او د مرګ ګواښ ورته وشي ترسره کړ.

د روېټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ عبدالله په ۲۰۰۹ میلادي کال کې پاکستان ته وتښتېده او له هغه ځایه د بالکان هېوادونو له لارې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې جرمني ته رسېدلی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم تائیدوي چې یو شمېر وسله‎وال د ګاونډیو هېوادونو له لارې اروپا ته تللي دي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش په دې اړه زیاته کړه:

"دا ډول کسانو له افغانستانه په قانوني لارو بهر سفر نه‎دی کړی. بلکې متأسفانه چې د یو شمېر ګاونډیو هېوادونو له لارې د هغو هېوادونو له لارې چېرې چې اوس هم د ترهګرو مرکزونه دي دوی له هېواده بهر ځي. موږ له ځینو مواردو خبر یو لکه د ملا منصور په څېر چې پاکستاني پاسپورټ‌یې درلود او پر هغې یې سفر کاوه، د طالبانو لسګونه نور قوماندانان هم د پاکستاني پاسپورټونو څخه په ګټې اخیستنې بهرنیو هېوادونو ته تللي دي."

د جرمني د فدرالي څارنوالۍ دفتر یو چارواکي چې نوم‌یې نه‎دی یاد شوی ویلي:

"عبدالله د کونړ ولایت کې په هغه یو برید کې لاس درلود چې په‌کې ۱۶ امریکايي او افغان سرتېري وژل شوي وو."

د دې برید دقیقه نېټه په راپورونو کې نه‎ده روښانه شوې.

د جرمني د څارنوالۍ اعلامیه وايي چې نیول شوی کس په ځینو نورو حملو کې هم پر لاس لرلو تورن دی.

XS
SM
MD
LG