د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۰

له کندهاره شااوخوا د ۵۶ میلیونه ډالرو په ارزښت مېوه صادره شوې


له کندهاره د څه کم شپږ پنځوس مېلیونه ډالرو په ارزښت ۴۶ زره ټنه وچې او تازه مېوې بهر ته صادرې شوې دي.

کندهار کې د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي چې تېر کال کې يې د ۵۵ میلیونه ۶۵۳ زره ډالرو په ارزښت ۴۶ زره ټنه وچې او تازه مېوې بهرنيو هېوادونو ته صادرې کړې دي.

کندهار کې د سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا ازادي راډیو ته وویل، که څه هم تېر کال د انګورو د راټولولو پر مهال پاکستان د شااوخوا ۲۰ ورځو لپاره د سپین‎بولدک او چمن تر منځ لار وتړله او د لندې مېوې د سوداګرو لسګونه موټر انګور خراب شول خو له دې سره د تېر کال په ۱۰ میاشتو کې د تېرو کلونو په پرتله د مېوو په صادراتو کې زیاتوالی راغلی دی.

د ښاغلي بینا په وینا چې د تېر کال په ۱۰ میاشتو کې له کندهاره بېلابېلو بهرنيو هېوادونو ته ۴۶ زره ۹۳۰ ټنه وچه او تازه مېوه صادره شوې چې ټوله‌یيز ارزښت‌يې ۵۵ میلیونه ۶۵۳ زره ډالره کېږي.

کندهار کې د سوداګرۍ خونې د مرستیال په وینا په وچه مېوه کې ممیز، بادام، اینځر، ارتاوې او لنده مېوه کې انار، انګور، خټکي او نورې مېوې شاملي دي چې د بېلابېلو سوداګرو له‎خوا پاکستان، هندوستان، دوبۍ، قزاقستان او نورو بهرنیو هېوادونو ته صادرې شوې دي.

ښاغلی بینا زیاتوي:

"زموږ د مېوو ډېره برخه هند او پاکستان ته صادر شوي، لنده مېوه کې انار او انګور ښه بازار لري او وچه مېوه کې مو ممیز، اينځر او بادام ښه بازار لري."

ښاغلی بینا وايي، سږ کال په لومړي ځل له کندهاره قزاقستان ته د یونیم ټن په اندازه د انارو صادرات شوي دي.

بل‎خوا د لندې مېوې سوداګر وايي، په دغه ولایت کې د یوه معیاري او مجهز مارکېټ جوړېدو د مېوو په ساتلو او انتقالولو کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د مهمند د لندې او تازه مېوې په نوم د دغه معیاري مارکېټ یو سوداګر حاجي شاه لالی وايي، د تازه مېوو موسم کې له دغه مارکېټه هره ورځ د ۵۰۰ ټنو په اندازه د تازه مېوو او سبزیو صادرات کېږي.

په ورته وخت کې باغ لرونکي هم سږ کال نسبت تېرو کلونو ته د انارو او انګورو حاصلات ښه بولي.

د باغ لرونکو په وینا سږ کال‌یې له طبیعي افتونو او مرضونو پرته د دغو مېوو حاصلات ترلاسه کړي دي.

XS
SM
MD
LG