د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۸

د فرخندې د وژلو پېښې ته واشنګټن پوسټ کتنه کړې


واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د فرخندې د وژلو پېښې ته کتنه کړې او واشنګټن ټایمز بیا افغانستان ته د امریکایي پلي سمندري سرتېرو د څو واره استولو موضوع څیړلې ده.

واشنګټن پوسټ د فرخندې د وژلو د پېښې په اړه تر دې سرلیک لاندې چې دا یوه وحشیانه وژنه وه چې افغانستان ته یې ټکان ورکړ خو اوس دغه غُصه کمه شوې، په یوه مطلب کې له یو لړڅرګندونو وروسته لیکي:

خلک د شاه دوشمیره له جومات او زیارت سره له هغه ځایه چې د فرخندې په یاد یوه سپینه یادګاري ډبره ايښودل شوې تیریږي، ځینې یې پوسټرونو ته ګوري یا هم لنډ تم کېږي او په ډبره کښل شوې کرښې لولي خو هر یو پوهېږي چې دوه کاله مخکې دلته څه پېښ شول.

ټول په دې پوه دي چې د فرخندې په نوم ځوانه نجلۍ په دې ځای کې په درواغو د قران د نسخو په سوځولو تورنه شوه، پرې حمله وشوه او د سیند څنګ ته سړک کې یوې ډلې قهرجنو خلکو په لغتو تر پښو لاندې کړه، په ډبرو یې دومره وویشته چې مړه شوه او وروسته یې هم پر مړي موټر تېر کړ او اور یې ورته کړ.

د واشنګټن پوسټ په لیکنه دغه سپینه ډبره چې یو کال مخکې د فرخندې د وژلو د پیښې په یاد درول شوې په دې ځای کې د هغې د وژلو حکایت کوي.

د ورځپاڼې په وینا د ۲۷ کلنې فرخندې د وژلو د پیښې له جریانه د موبایل په ذریعه اخیستل شویو تصویرونو او فلمونو چې په ټلویزیونو کې ښکاره شول، هم یې ملت او هم ټوله نړۍ وبیروله.

دغه پېښه د لویدیځ پلوي افغان حکومت د چارواکو لپاره چې په ټولنه کې یې د ښځو د حقونو د تأمین لپاره هڅې کړي یوه شرمونکي پيښه وه.

په هغې محافظه کاره، پر قومي دودونو ولاړه اسلامي ټولنه کې چې اکثره وختونه ښځې او نجونې د کورني عزت ساتلو په خاطر وژل کېږي او عاملین یې له عدلي تقیبه معاف دي.

واشنګټن ټایمز ورځپانې افغانستان ته د امریکایي پلي سمندري سرتېرو د څو واره استولو موضوع ته له دې اړخه چې کورنیو کې په دې اړه سخت بحثونه کېږي، کتنه کړې ده.

واشنګټن ټایمز لیکي، د پلي سمندري ځواکونو ډګروال ماتیو ګروز Matthew Grosz نور په دې خبرې سره زوړ شوی چې هر کله یې د لېرې ماموریت د ترسره کولو لپاره خپلې کورنۍ ته د استولو خبره کړې خو دا ځل یې مېرمنې هلمند ته چې د جګړې لومړۍ کرښه ده، له نوي ماموریت سره مخالفت کړی دی.

ګروز وایي، کله مې چې د لومړي ځل لپاره ورته د ماموریت لپاره بهر ته د استولو خبره وکړه، راسره یې ومنله، ورپسې بل ماموریت راغی او همداسې نور او نور ماموریتونه خو له یوې مودې وروسته چې دغه ماموریتونه ډېر تکرار شول بالاخره یې پوښتنه وکړه چې ولې؟ ولې موږ بېرته ورګرځو؟

د واشنګټن ټایمز په وینا ډګروال ګروز او درې سوه نور پوځیان دې ته تیاری نیسي چې په روان پسرلي کې هلمند کې ځای پرځای شي.

نوموړي ته به په دې ولایت کې افغان ځواکونو ته چې د وسله والو طالبانو د حملو په مخنیوي کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي، د روزونکو او سلاکارانو د جزوتام مشري ورله غاړې وي.

XS
SM
MD
LG