د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۷

له افغان کډوالو سره د ملګرو ملتونو نقدي مرستو کې کموالی راغلی


له پاکستان څخه د افغان کډوالو داوطلبانه ستنېدل راتلونکې اونۍ بیا پیلېږي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، له هغو افغان کډوالو سره چې له پاکستان څخه خپل هېواد ته ستنېږي د دې ادارې مرستې کمې شوې دي.

ټاکل شوې ده چې یو این ایچ سي ار له پاکستان څخه ستنېدونکي هر افغان کډوال ته دوه سوه ډالر ورکړي.

تر دې وړاندې له ستنېدونکو کډ‌والو سره څلور سوه ډالر مرسته کېده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ په وینا دا مهال شااوخوا یو میلیون او درې سوه زره افغانان په پاکستان کې مېشت دي.

دا اداره وايي، په تېر ۲۰۱۶ میلادي کال کې له پاکستان څخه په داوطلبانه توګه درې لکه او شپیته زره افغان کډوال ستانه شوي دي.

فرشته نګاه د دې موضوع په اړه په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د کمېشنرۍ له ویاندې دنیا اسلام خان سره خبرې کړي دي:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:50 0:00

XS
SM
MD
LG