د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۸

د کابل اوسېدونکي: ولسي جرګه د وزیرانو استیضاح کې پټې معاملې کوي


د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د ولسي جرګې د غړو پر وروستۍ پرېکړه چې له مخې يې د امنتیي او دفاعي سکټور وزیران استیضاح شول انتقاد کوي.

دوی د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې وکیلانو ته د ملي ګټو پر ځای شخصي ګټې مهمې دي او له وزیرانو سره پټې معاملې کوي.

دوی د حکومت پر کارونو د نظارت او خلکو ته د خدمت په برخه کې د ولسي جرګې کارونه نمایشي ګڼي او د امنیتي مسؤلینو دغه‌شان استیضاح کول د انتقاد وړ بولي.

د کابل ښار دوو تنو اوسېدونکو نورالله او نجیب‌الله ازادي راډیو سره په خبرو کې د وکیلانو پر دغه کار انتقاد وکړ.

نوموړي زیاته کړه:

"دا خو سپینه خبره ده چې ایا پرون یا وړمه ورځ یا لس ورځې مخکې دا بل وزیر وو اوس بل وزیر شو؟ دې کومه وړتیا وښوده چې تا استیضاح کړ او بېرته دې رأیه ورکړه، معلومه خبره ده چې یا د کوم ارګان نه او یا هم د خپلو بادارانو نه په دوی باندې فشار دی او یا هم دا چې معامله‌يې ورسره کړې."

"دې «وکیلانو» اصلاً موږ ته کومه ګټه کړې؟ ګټه خو يې نه‌ده کړې سراسر تاوان دی موږ نه‌پوهېږو څه ورسره وکړو."

ولسي جرګې د دوشنبې په ورځ د کورنیو چارو او دفاع وزیران او د ملي امنیت عمومي رئیس په هېواد کې د روان امنیتي وضعیت او د سردار محمد داوود خان پر روغتون د برید په غبرګون استیضاح کړل او بېرته‌يې هغوی ته د تائيد رأیه ورکړه.

د سردار محمد داوود په روغتون له ډله‌ییز برید وروسته چې څه باندې درې اوونۍ مخکې ترسره شو ولسي جرګې په ډېرې تېزۍ سره د امنیتي سکټور پر مسؤلینو انتقاد وکړ او د هغوی د استیضاح غوښتونکي شول.

د ولسي جرګې اداري پلاوی په دې برخه کې هر ډول معامله ردوي او وايي وزیرانو ته د اعتماد رأیې ورکولو پرېکړه د ملي ګټو د ساتلو په هدف شوې ده.

نذیر احمدزی.
نذیر احمدزی.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال نذیر احمد احمدزي په دې اړه چې ولې يې امنیتي مسؤلینو ته د تائيد رأیه ورکړه داسې وویل:

"ولسمشر وغوښتل چې د ولسي جرګې له اداري پلاوي او د کمېسیونونو له مشرانو سره وګوري هلته‌يې د دغې موضوع بهرني اړخونه تشرېح کړل چې په همدې میاشت کې درې اړینې او مهمې مسئلې لرو اول دا چې بهرنیان راځي او ۱۹۰ الوتکې د افغانستان په واک کې ورکوي، دوهم امنیتي څلور کلنه برنامه لرو او درېیم دا چې سیمه‌ییزه مسئله ده چې د دوست هېوادونو سره درې تفاهم‌لیکونه لرو او باالخصوص له امریکا سره او موږ ته ملي ګټې مهمې دي."

ښاغلي احمدزي دغه‌شان وویل د ولسي جرګې فشارونه د دې لامل شول چې په امینتي بستونو کې ځیني بدلونونه راشي.

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې یو شمېر غړي امنیتي چارواکو ته د باور رأیې ورکول د ولسي جرګې له لوري یو مناسب کار ګڼي.

ګلالۍ اګبري په دې اړه داسي وویل:

"د ولسي جرګې د هغو ټولو جنجالونو سره سره چې دوی په خپلو کې سره لري او هغه جدیت چې له اوله‌يې درلود خو وزیرانو ته‌يې بیا هم د تائيد رأیه ورکړه، زه دا په اوسنیو شرایطو کې یو مثبت او ګټور کار ګڼم."

مشرانو جرګې هم د ولسي جرګې تر استیضاحیه ناستې یوه ورځ وړاندې امنیتي چارواکي په هېواد کې د وروستیو نا امنیو د زیاتېدو او د سردار محمد داوود خان پر روغتون د حملې په تړاو استجواب کړل.

که څه هم د ولسي جرګې اداري پلاوی د وکیلانو په اړه هر ډول تورونه په ځانګړي ډول معامله ردوي، خو د دغې جرګې د غړو کارونه د یو شمېر خلکو د ناخوښۍ لامل ګرځېدلي او وایي چې پر دوی باندې یې باور له لاسه ورکړی دی.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG