د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۸

د لومړي مرستیال دفتر: دوستم نه نظربند دی او نه‌یې دنده ځنډول شوې


د هېواد د لومړۍ مېرمنې د وروستیو څرګندونو په غبرګون د عبدالرشید دوستم دفتر وايي، ښاغلي دوستم ته د څارنوالۍ او جمهوري ریاست له‎خوا څه نه‎دي ویل شوي او هغه چې هر وخت وغواړي دفتر ته ځي.

د لومړي مرستیال دفتر د ریاست سرپرست او ټولنیزو چارو کې د دوستم سلاکار حمیدالله تواچي د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د لومړي مرستیال د دندې په اړه د هېواد د لومړۍ مېرمنې څرګندونې د هغې شخصي نظر دی.

نوموړی وايي:

"دا د هغې خپله شخصي خبره ده هر چا چې هر څه وویل، خو داسې څه نه‌شته، هغه چې هر وخت وغواړي وظیفې ته تلی راتلی شي، اصلاً موږ په دې اړه د جمهوري ریاست او لویې څارنوالۍڅخه څه خبر هم نه‎لرو، جنرال صیب چې وغواړي هره ورځ ځي راځي خلک ګوري، په صدارت ماڼۍ کې موږ هره ورځ کارونه مخته وړو څه خبره نه‌شته."

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد لومړۍ مېرمنې بي بي ګل غني تېره ورځ د لندن ټایمز ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې د ولسمشر پر لومړي مرستیال قانون عملي شوی، په خبره‌یې هغه دا مهال خپل کور کې نظربند دی او په عمل کې هېڅ ډول دولتي کار نه‎کوي.

د هېواد لومړۍ مېرمنه بي بي ګل غني
د هېواد لومړۍ مېرمنه بي بي ګل غني

د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم د جنبش ګوند د پخواني مرستیال احمد اېشچي له‎خوا په جنسي ځورونه او په عام محضر کې په وهلو ټکولو تورن شوی دی.

ښاغلی اېشچي دا ادعا څه باندې څلور میاشتې وړاندې کړې او ټينګار یې کړی چې که دوستم د خپلو اعمالو جزا ونه‌ویني نړیوالو محکمو ته به مراجعه وکړي.

په داسې حال کې چې تر اوسه د یادې قضیې په اړه عدلي او قضايي ارګانونو وروستۍ پرېکړه نه‎ده اعلان کړې، پوښتنه دا ده چې د ولسمشر غني مېرمن دا شان څرګندونې څنګه کړې دي.

خپله د بي بي ګل غني دفتر او ارګ په دې اړه څه نه‌وايي خو د حقوق‌پوهانو ټولنه وايي، د یادې قضیې په اړه د هېواد د لومړۍ مېرمنې څرګندونې رسمي موقف نه‌شي لرلی.

د حقوق‌پوهانو ټولنې مرستیال عبدالسبحان مصباح ازادي راډيو ته وویل:

"په دې هکله د رولا غني څرګندونې د یوه عادي فرد څرګندونې دي ځکه هغه حقوقي او رسمي موقف نه‎لري، اصلي موقف د څارنوال دی ځکه چې قضیه همدا اوس له دوی سره ده، خو که دا کار پټ شوی وي او د لومړۍ مېرمنې له‎خوا دا خبره راوتلې وي دا بیا بېله خبره ده ځکه دا د هېواد په کچه یوه عادي ښځه هم نه‎ده."

دی وايي، مېرمن غني ممکن دا خبرې د نړیوالې ټولنې د هغې فشار په بدل کې کړې وي چې د قضیې د پلټنو په اړه‌یې کړې دي.

د احمد اېشچي له دغو ادعاوو وروسته په کابل کې د امریکا، بریتانیا او ځينو نورو هېوادونو سفیرانو او اروپايي ټولنې د افغان حکومته په دې اړه د چټکو پلټنو او اقداماتو هیله ښودلې وه.

دا چې د دغې پېښې په اړه وروستي پرمختګونه څه دي او ایا د لومړۍ مېرمنې معلومات څومره دقیق دي د افغانستان لویه څارنوالۍ څه نه‌وايي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG