د اټمي وسلو د لهمنځه وړلو لپاره په خبرو کې ستر اټمي قدرت لرونکي حضور نهلري.
د ملګرو ملتونو له سلو زیات غړي هېوادونه په نیویارک کې په نړۍ کې پر اټمي وسلو د بندیز په اړه خبرې کوي، خو د امریکا، روسیې او چین په ګډون د اټمي وسلو لرونکي ستر هېوادونه پهکې ګډون نهلري.
د ملګرو ملتونو ۱۲۳ غړي هېوادونه په دغو خبرو کې چې د دوشنبې ورځې ناوخته په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې پیل شوې برخه لري خو اصلي لوبغاړي، د اټمي وسلو لرونکي ستر هېوادونه پهکې حضور نهلري.
د بېوسلې کولو په چارو کې د ملګرو ملتونو لوړپوړي چارواکي د سرمنشي مرستیال کېم ون سو «Kim Wonsoo» د غونډې ګډونوالو ته په پرانیستونکې وینا کې وویل چې تر بل هر وخت نن د دې ډېره اړتیا لیدل کېږي چې د اټمي وسلو د لهمنځه وړلو په چاره کې پرمختګ وشي.
خو امریکا او یو شمېر نور اټمي قدرت لرونکي هېوادونه وایي چې پر دغو وسلو بندیز لګول به اغېزمن نهوي بلکې پر ځای یې باید د دغو وسلو د لهمنځه وړلو لپاره یوه تدریجي تګلاره غوره شي.
په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو استازې نیکي هیلي «Nikki Halay» د دغو خبرو له پیلېدو مخکې وویل چې دغه بندیز به د هغو هېوادونو چې دغه وسلې نهلري او د سولې او امن د ټینګښت لپاره هڅې کوي، مخه ونیسي خو بد لوبغاړي به نه دغه بندیز لاسلیک او نههم ورته غاړه کېږدي.
نوموړې زیاته کړه:
"ناڅاپه د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله غواړي پر اټمي وسلو د بندیز لګولو په اړه بحث وکړي، د یوې مور، د یوې لور په حیث زه د خپلې کورنۍ لپاره له اټمي وسلو د یوې خلاصې نړۍ پرته بل څه نهغواړم، خو موږ باید واقعبین واوسو، ایا داسې څوک شته چې باور وکړي چې شمالي کوریا به پر اټمي وسلو له بندیز سره موافقه وکړي؟"
هیلي زیاته کړه شمالي کوریا به چې تېر کالیې دوه اټمي ازموینې ترسره کړې او سږ کالیې د لیرې واټن ویشتونکو توغندیو څو ازمېښتونه ترسره کړي، یو له هغو هېوادونو وي چې پر دې کار خوشحاله کېږي او موږ ټول او هغه وګړي به چې موږ یې استازیتوب کوو له خطر سره مخامخ وي.
اتریش، ایرلنډ، برازیل، جنوبي کوریا او سویډن هغه مخکښ هېوادونه دي چې هڅه کوي په نړۍ کې پر اټمي وسلو د بندیزونو نوی مېکانیزم رامنځته کړي.
په نړۍ کې پر اټمي وسلو د بندیز پلویان وایي، د اټمي ناورین خطر د شمالي کوریا د اټمي وسلو د پروګرام او په واشنګټن کې د نوې ادارې له امله چې وړاندوینهیې ګرانه شوې، زیات شوی دی.
خو مخالفین د دغو وسلو د لهمنځه وړلو لپاره د یوه تدریجي پلان غوښتونکي دي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې د اټمي وسلو د نهپراختیا هغه تړون ته چې د سړې جګړې د پای په وروستیو کلونو کې لاسلیک شوی اشاره وکړه او ویېویل چې د دغه تړون په نتیجه کې متحده ایالاتو د اټمي وسلو زېرمې په سلو ګې ۸۵ لهمنځه وړي دي.
په نړۍ کې د اټمي وسلو د لهمنځه وړلو لپاره د یوه نړیوال کمپاین مشره بیتریس فیهن «Beatrice Fihn» وایي، هر تړون یوازې هغه هېوادونه عملي کوي چې تصویب کړی یې وي، خو د مهمو اټمي وسلو لرونکو هېوادونو د مخالفت سره سره پر دغو وسلو د بندیز پلویان هیلهمند دي چې وبه کولای شي داسې نوي نړیوال نورمونه رامنځته کړي چې له مخې یې اټمي وسلې منع کېږي.