د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۴

د فوټبال افغان لوبډله لومړي پړاو کې ویتنام سره لوبه کوي


د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د اسیا جام سیالیو لومړي پړاو کې د ویتنام فوټبال له لوبډلې سره لوبه کوي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون تخنیکې ډایرکتر طاهر رؤفي په دې اړه د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:

"دغه سیالي ډېره مهمه ده، ځکه لومړی ځل دی چې افغانستان د اسیا جام په لوبو کې ګډون کوي."

د نوموړي په خبره افغانستان د روان میلادي کال د جون په ۱۳مه د کمبودیا، د سپټمبر په ۵مه له اردن، د اکټوبر په ۱۰مه د افغانستان په کوربه‌توب له اردن او د نوومبر په ۱۶مه د ویتنام ملي لوبډلې سره لوبه لري.

له دې وړاندې افغانستان په یوې دوستانه سیالۍ کې په قطر کې د سنګاپور فوټبال لوبډلې ته ماته ورکړه.

XS
SM
MD
LG