د لاسرسي لېنکونه

کابل چاپ ورځپاڼو په خپله نننیو غونډو کې د ولسي جرګې له خو د امنیتي چارواکو د استېضاح او هغوی ته بیا ځلي د اعتماد د رأیې ورکولو په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، له سختو لانجو وروسته بالاخره د امنیتي ادارو مشرانو په پرونۍ استېضاحیه غونډه کې یو ځل بیا له ولسي جرګې څخه د باور رأیه تر لاسه کړه.

په سرمقاله کې راغلي چې ځینو وکیلانو پر خپلو همکارانو تور پورې کړی چې معامله یې کړې او پیسې یې اخیستي دي.

سرمقاله لیکونکی لیکي چې له ولسي جرګې څخه بهر هم خلکو وکیلان معامله ګر، رشوت خواره او مفسدین ګڼلي او د دوی پرونۍ پرېکړه یې ناوړه معامله بللې ده.

په سرمقاله کې دا هم راغلي چې د امنیتي چارواکو تر استېضاح مخکې د ولسي جرګې مرستیال ادعا کړې وه چې ولسمشر د وزیرانو د استېضاح په غچ کې د ولسي جرګې د لغوه کېدو ګواښ کړی و.

نو د سرمقاله لیکونکي په باور د ولسي جرګې وروستۍ پرېکړه همدا ښيي چې دوی د ارګ او ولسمشر ګواښ ته تسلیم شول او یا یې هم معامله وکړه او یو ځل بیا یې خپلې رأیې وپلورلې.

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د موضوع په تړاو په خپل یو مطلب کې د دې ترڅنګ چې د افغانستان د امنیتي سکتور د درېيو مشرانو د کورنیو چارو او دفاع د وزیرانو او دغه شان د ملي امنیت د رئیس پرخپل ځای د پاتې کېدو په اړه لیکلي دا یې هم ویلي چې په تېرو څو ورځو کې ولسمشر محمد اشرف غني د امنیتي مسؤلینو د نه استيضاح کولو په تړاو په څو ځلي د ولسي جرګې له استازو سره غونډې وکړې.

په مطلب کې دغه شان راغلي چې ولسمشر د ولسي جرګې له غړو غوښتي وو چې په هېواد کې بدو امنیتي حالاتو ته په کتو سره داسې کار ونه کړي چې د حکومت په کابینې کې تشه پیدا شي.

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، د ملي دفاع او کورنیو چارو د وزیرانو او د ملي امنیت د رئیس د کار دوام سره له دې چې د امنیتي وضعیت په ښه کېدو کې به چندان تأثیر و نه لري د یادو ادارو د مدیریت برخه کې به هم اغېزمن نه وي.

د سرمقاله لیکونکي په وینا، ویل کېږي چې دولتي ادارو کې د پراخ فساد موجودیت او د دښمن نفوذ او د یو مؤثر او حساب ورکوونکي مدیریت نه شتون هغه لاملونه دي چې د یادو بنسټونو فعالیتونه یې تر پوښتنې لاندې راوستي او له امله یې په کلیو او ښارونو کې د امن راوستلو هڅې کومې نتیجې ته ونه رسېږي.

د سرمقاله لیکونکي په باور ولسمشر باید په ډېر دقت سره د امنیتي ادارو د هغو مسؤلینو د مقرریو او تبدیلو په برخه کې چې عملاً په دنده بوخت دي اقدام وکړي.

XS
SM
MD
LG