د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۲

د ډیورنډ پر فرضي کرښې د پاکستان د موانعو په اړه نړیوالې تبصرې


د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ پر فرضي کرښه د پاکستان له خوا د امنیتي موانعو جوړولو ته امریکايي والسټریټ ژورنال او بریتانوي ټایمز ورځپاڼو پام اړولی دی.

والسټريټ ژورنال لیکي:

د پاکستان دغه اقدام به چې له افغانستان سره د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې اغزن سیم غځوي، د دواړو هیوادونو چې یو بل ترهګرو ته په پناه ورکولو تورنوي، په ترینګلو اړیکو کې کړکېچ لا زیات کړي.

د ورځپاڼې په وینا کابل له پاکستان سره دغه شاوخوا دوه نیم زره کیلومتره اوږده کرښه چې د بریتانیا د واکمنۍ پر مهال غځول شوې او له غرونو تېرېږي، په رسمیت نه پیژني.

پاکستان دغه پوله په تېره فبروري کې څه باندې یوه میاشت وتړله چې د کابل د اعتراض په نتیجه کې یې د مارچ په شمله بېرته پرانیستله.

اسلام اباد وایي، د پاکستان سخت دریځي وسله وال افغانستان کې ځای پرځای شوي او د دې هېواد له خاورې په پاکستان کې د حملو لپاره کار اخلي.

خو کابل برعکس وایي چې پاکستان له کلونو راهیسې افغان طالبانو او د هغوی ملاتړې حقانې شبکې ته په خپله خاوره کې پناه ورکړې، هغه ادعا چې واشنګټن هم تائید کړې ده.

والسټریټ ژورنال وړاندې د پاکستان د پوځ د لوی درستیز قمرجاوید باجوه د خبرو په استناد لیکي چې ویلي یې دي، د قبایلو په باجوړ او د مومندو سیمو په ځینو برخو کې په پوله د امنیتي موانعو د جوړلو کار پیل شوی او دا دواړه هغه سیمې دي چې له پولي بلې غاړې ته پاکستاني وسله وال پرې را اوړي.

باجوه دغه راز ویلي چې یوه ښه کنټرول شوې او امن لرونکې پوله د افغانستان او پاکستان دواړو چې د ترهګرې په وړاندې جګړه کې یې ډېره قرباني ورکړې، په ګټه ده.

خو د افغانستان د دفاع وزارت ویاند والسټريټ ژورنال ته ویلي چې د امنیتي موانعو جوړول دغه ستونزه نشي هوارولی او یوازې کړکیچ لا زیاتوي.

جنرال دولت وزیري وایي، د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې لپاره پاکستان ته پکارده چې په خپله خاوره کې د ترهګرو ډلو له ملاتړه لاس واخلي، د هغوی پټن ځایونه او د روزنې مرکزونه له منځه یوسي او مالي سرچینې یې هم و چې کړي چې د ده په وینا ښایي دغه اقدامات وکولای شي د ترورستي حملو له مخنیوي سره مرسته وکړي.

بریتانوي ټایمز ورځپاڼې هم په دې اړه د پاکستان د پوځ د لوی درستیز قمر جاوید باجوه څرګندونو ته په اشاره لیکلي چې ویلې دي، پر امنیتي موانعو سربېره پر ډیورنډ کرښې د هوا له لارې هم د څار یو مېکانیزم فعال شوی دی.

د ټایمز په وینا که دغه امنیتي موانع جوړ شي دا به د دواړو هېوادونو ترمنځ په وروستیو کلونو کې د ایجاد شویو خنډونو په سلسله کې یوبل خنډ وي چې د خلکو د آزاد راتګ مخه نیسي.

XS
SM
MD
LG