د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۰

د عامې روغتیا وزارت: هر یو لک زېږون کې شااوخوا ۱۲۰۰ میندې مري


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د تېرو پنځو کلونو په موده کې د مور او ماشوم د مړینې په ارقامو کې هېڅ ښه‌والی نه‌دی راغلی.

یاد چارواکي وايي، افغانستان دا وخت د اسیا په کچه د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې په تر ټولو لوړه کچه کې دی.

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز د دوشنبې په ورځ د مور او نوي زېږېدلي ماشوم د روغتیا ملي کنفرانس ته وویل چې د مړینې دا شمېره په تېرو پنځو کلونو کې د کمېدو پر ځای ډېره شوې او له همدې امله نویو تګلارو ته اړتیا ده.

ډاکتر فیروز الدین فیروز.
ډاکتر فیروز الدین فیروز.

نوموړي زیاته کړه:

"نه‌بدلون د دې لامل کیږي چې موږ جدي شو، ځکه د ټولې پانګونې سره سره په پنځو کلونو کې د پام وړ هېڅ نتیجې نه‌دي تر لاسه شوي، څېړنې ښيي چې په تېرو پنځو کلونو کې د میندو او ماشومانو مړینه زیاته شوې ده. د مثال په ډول د ۲۰۱۰ میلادي کال په سروې کې د مړینې دا شمېره په یو لک زېږون کې ۳۷۵ وه خو په ۲۰۱۵ کې دوه چنده ډېره څه چې په یو لک کې ۱۲۰۰ ته رسېدلي ده."

دا په داسې حال کې ده چې د مړینې کچې د کمېدو او د نویو پالېسیو په خاطر د عامې روغتیا وزارت مرکزي او ولایتي چارواکي، مدني ټولنې، ملي او نړیوالې روغتیايي مرستندویه ادارې په مرکز کابل کې سره راغونډ شوي دي.

دوی وايي چې په دغه دوه ورځني ملي کنفرانس کې به تر ۲۰۲۰ میلادي کاله پورې داسې اهداف وټاکي چې د مړینې د کچې کمول حتمي کولای شي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په داسې حال کې په تېرو پنځو کلونو کې د مور او ماشوم د مړینې د کچې د زیاتېدو خبره کوي چې له دې وړاندې په ۲۰۰۲ میلادي کال کې افغانستان د نړی په کچه د مور او ماشوم د مړینې لوړ شمېر درلود خو دا اندازه اوس د سیمې د هېوادونو کچې ته رسېدلې ده.

د عامې روغتیا وزارت وايي، دا مهال په هېواد کې د روغتیايي مرکزونو شمېر له ۲۰۰ څخه څه باندې دوه زرو ته رسېدلی، روغتیايي کارکوونکي د هغې له جملې قابلې ډېرې شوي خو بیا هم د مړینې لوړ شمېر د اندېښنې وړ دی.

خو د دې ټولو تر څنګ ډاکتران وايي چې که له زېږون مخکې د میندو ژوند ته په کورنۍ کچه پاملرنه ونه‌شي دا ګواښ اسانه نه‌شي کمېدای.

له دې ډلې عطاالله سعیدزی په دې باور دی چې د زېږون تر منځ فاصله، مور ته د اړتیا وړ خوراک رسېدل او د روغتیايي مرکزونو سره پر وخت مشوره کولای شي د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې اندازه راکمه کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"۴۰ فیصده میندې د وینې کمښت لري، په همدې ډول معلومات ښيي چې میندې د ویټامینونو له کمښت سره مخ دي، د ۴۱٪ میندو ایوډين نه‌دي پوره دا او ورته نور هغه څه دي چې باید له زېږون مخکې ورڅخه ډېره استفاده وشي او په دې وخت کې پاملرنه ډېره مهمه ده."

له دې ټولو سره پوښتنه دا ده چې په تېرو پنځو کلونو کې ولې د مړینې کچې د ښه کېدو په لوري بدلون نه‌دی موندلی.

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز د یادو ستونزو له تائید سره د نړیوالې ټولنې له‌خوا د مالي مرستو کمېدل، بد امنیتي وضعیت، د نظام بې‌پروايي، د پخوانیو چارواکو نه‌پاملرنه او فساد هغه څه بولي چې د ده په وینا حالت‌یې د ښه کېدو پر ځای بد کړی دی.

خو ښاغلی فیروز ژمنه کوي چې تر راتلونکو څلورو کلونو به په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ وشي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG