د افغانستان د موتړ ځغلونې فدراسیون د المپیک د ملي کمېټې په چوکاټ کې نن رسماً پرانیستل شو.
د افغانستان د المپیک کمېټې ویاند منور شهزاد نن ازادي راډیو ته وویل، دغه فدراسیون د لومړي ځل لپاره افغانستان کې پرانیستل شو او زیات مینهوال لري.
ښاغلي شهزاد زیاته کړه، اوسمهال دغه فدراسیون ۴۰ لوبغاړي او ۲۵ سپورټي موتړونه لري.
شهزاد وايي چې نېږدې راتلونکي کې به د دغې برخې لوبغاړو ته په ولایتونو کې د موتړ ځغلونې زمینه برابروي.