د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۲

د ځوانانو د سوک وهنې ملي لوبډلې لپاره انتخاباتي سیالۍ پیل شوي


په کابل کې د ځوانانو د سوک وهنې ملي لوبډلې لپاره انتخاباتي سیالۍ پیل شوې دي.

د افغانستان د سوک وهنې فدراسیون د همغږي مسؤل وحیدالله حمیدي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغو سیالیو کې د کابل له پنځو زونونو څخه لوبغاړو ګډون کړی دی.

ښاغلي حمیدي د دغو سیالیو څخه هدف د ځوانان ملي لوبډلې ته د غوره څېرو پېژندل یاد کړل.

دغه سیالۍ پنځه ورځې دوام کوي.

XS
SM
MD
LG