د لاسرسي لېنکونه

امریکايي الوتکې او ځانګړي ځواکونه د سوريې ډموکرات ځواکونو هوايي او ځمکنی ملاتړ کوي چې د داعش د مرکز رقه پر لور د تهاجمي حملو خوا ته د نېږدې کېدو په حال کې دي.

دوی د سوريې شمال کې د امریکا په ملاتړ د کُرد-عرب ائتلاف څخه ۴۰ کېلو متره لیرې دي.

دغه ائتلاف وايي چې داعش جنګيالي يې د ستراتيژيک هوايي ډګره پر شا تمبولي چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د ډله‌يېزې وژنې شاهد وو.

د دغه ائتلاف يوه وياند تلال سيلو د يکشنبې په ورځ اسوشيټېډ پرېس خبري اژانس ته ويلي:

"د سوریې ډموکرات ځواکونه د طبقه نظامي هوايي ډګر بشپړ کنټرول په لاس کې لري او د هوايي ډګر د خونديتوب لپاره له بمونو د تصفيې عملیات روان دي."

ياد هوايي ډګر پر طبقه بند د حملو کولو لپاره کارېدلای شي.

طبقه بند د داعش جنګياليو تر کنټرول لاندې دی.

سخت‎دريځو د يکشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې دغه بند ښايي د ائتلاف الوتکو د بمباريو له کبله مات شي.

د ائتلاف چارواکو د داعش ادعاوې رد کړې او ویې‌ويل چې د سوريې ډموکرات ځواکونه د اوبو د ورخ زیاتېدو برخه په کنټرول کې لري او د اړتيا صورت کې له بنده فشار کمولای شي.

ملګرو ملتونو سوريه کې له طبقه بنده د بحراني سېلابونو او د ائتلاف ځواکونو د بمباريو نتيجه کې د داعش جنګياليو د قصدي سبوتاژ خبرداری ورکړی دی.

د کُرد-عرب ائتلاف د رقه د محاصره کولو هڅې کوي چې سوريه کې د داعش اخري مرکز دی.

سخت دريځو طبقه هوايي ډګر له حکومتي ځواکونو څخه په ۲۰۱۴ میلادي کال کې ونيوه.

داعش چې ورباندې له بشري حقونو څخه د سرغړونو بې‌شمېره تورونه دي، په چټکۍ سره اعلان وکړ چې هوايي دګر کې يې شااوخوا ۲۰۰ حکومتي سرتېري وژلي او د دغو وژنو يوه وېډيو يې خپره کړه.

داعش جنګيالي چې سوريه او عراق کې يې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې لويې برخې ونیولې، اوس پر دوو جبهو رقه او موصل کې تر فشار لاندې دي.

په سوریه کې د ۲۰۱۱ میلادي کال مارچ مياشت کې د حکومت ضد لاريونونو له پيل راهيسې درې لکه او شل زره کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG