د لاسرسي لېنکونه

د دوشنبې په ورځ د افغانستان د نورو سیمو او ولایتونو په شان په خوست کې هم د ګوزڼ ناروغۍ پر ضد د واکسین پنځه ورځنی کمپاین پیل شو.

د خوست د عامې روغتیا ریاست مسؤلین وايي چې د واکسین په دې کمپاین کې به د یاد ولایت څه د پاسه درې لکه او ۱۳ زره د پنځو کلونو څخه د لږ عمر لرونکو ماشومانو ته د ګوزڼ ناروغۍ پر ضد د واکسین څاڅکي ورکړل شي.

دوی زیاتوي، د واکسین په دې کمپاین کې تر دوه لکه ډېرو ماشومانو ته د ويټامین «A» کپسول هم ورکول کېږي چې په دې سره د ماشومانو د شب کورۍ ناروغۍ مخه نیول کېږي.

د خوست د عامې روغتیا ریاست چارواکي له کورنیو غواړي چې د ګوزڼ پر ضد د واکسین په پنځه ورځني کمپاین چې د مارچ له ۲۷مې تر ۳۱مې نېټې به دوام کوي، خپل ټول هغه ماشومان چې تر پنځو کلونو کم عمر لري واکسین کړي.

د خوست د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت مشر ډاکتر عبدالکریم ازادي راډیو ته وویل چې د دې کمپاین لپاره‌يې ۶۷۱ ټیمونه توظیف کړي چې کور په کور به ګرځي او ماشومانو ته به واکسین تطبیقوي.

نوموړی زیاتوي:

"د خوست د ماشومانو د واکسین چې زموږ هدف دی، درې لکه ۱۳ زره ۴۷۵ تنه ماشومان به په دې پروګرام کې واکسین کېږي چې د دوی عمر د زېږېدو له نېټې تر پنځو کلونو پورې وي، د واکسین تر څنګ د ویټامین «A» کپسول هم دي."

بل لوري ته د پکتیکا ولایت چارواکي هم وايي چې په یاد ولایت کې به د ګوزڼ پر ضد د واکسین په دې کمپاین کې نېږدې دوه لکه ماشومان واکسین شي.

د پکتیکا چارواکو هم د ګوزڼ ناروغۍ پر ضد کمپاین د بریالیتوب لپاره د قومي مخورو او دیني عالمانو څخه مرستې غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG