د لاسرسي لېنکونه

په لغمان کې دوه تنه د مقناطیسي ماینونو سره نیول شوي دي.

د لغمان ولایتي چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو دوه تنه نن دوشنبه د مقناطیسي ماینونو سره لاس په لاس نيولي.

د ولایت ویاند سرحدي ځواک ازادي را‌‌‌‌‌‌ډيو ته ويلي چې نیول شویو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی او پلان‌يې درلود چې دغو ماینونو ته په مرکز مهترلام کې چاودنه ورکړي.

تر دا مهاله کومې مخالفې وسله‌والې ډلې په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

XS
SM
MD
LG