د روسيې په باشقیرستان کې د دوو رېلګاډو د ټکر له امله لږ تر لږه درې تنه وژل شوي دي.
د روسیې په دې جمهوریت کې چارواکو پرون یکشنبه وویل چې په دې پېښه کې یو سړی زخمي شوی دی.
د رېلګاډو د ټکر د علت څرګندولو په اړه څېړنې پیل شوې دي.
د باشقیرستان جمهوریت د تېلو او معدني موادو پراخې زېرمې لري او د مسکو په ۱۲۰۰ کېلو مترۍ کې پروت دی.