د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۱

یمن د قحطۍ او بې‌وزلۍ پر مورګه ولاړ دی


د یمن جګړې دې هېواد ته د خوړو د موادو پر وارداتو هم ناوړه اغېز کړی.

ملګري ملتونه وايي، په سلو کې شپېته یمنیان چې شمېر یې ۱۷ میلیونه وګړو ته رسېږي یا د خوړو د موادو له کمښت سره مخامخ دي او یا سمدستي اړتیا ورته لري.

د وړو کښتیو ماڼوګان جګړه ځپلي یمن ته چې د قحطۍ او بې‌وزلۍ پر مورګه ولاړ دی له متحده عربي اماراتو څخه خواړه او د اړتیا وړ مالونه لېږدوي.

له لرګیو جوړې وړې کښتۍ له متحده عربي اماراتو څخه د یمن هغو کوچنیو بندرونو ته چې لویې کښتۍ کار نه‌ترې اخلي د اړتیا وړ مواد لېږدوي.

دا کښتۍ اکثر د پولیسو له تلاشیو څخه پټې تېرېږي.

دوی مالونه د دوبۍ نهر ته نېږدې د الراس مارکېټ په نوم له هغه بازاره اخلي چې د پاکستاني او هندي وریجو په ګډون بېلابېل خواړه او نور مواد په‌کې پلورل کېږي.

د کوچنیو کښتیو دا لاره د لرغونې زمانې د سوداګرۍ همغه دودیزه لاره ده چې د سوداګرو په وینا اوس‌مهال په میاشت کې تر اتلس زره ټنو پورې غذايي مواد یمن ته ترې لېږدول کېږي خو دا سوداګر وايي چې د ماليې ستونزو او د سمندري سوداګرۍ په وړاندې د پرتو خنډونو له کبله په تېر یو کال کې په سلو کې دېرش‌، څلوېښت سلنه کموالی په‌کې راغلی دی.

د عرب سمندرګي پر غاړه پرتو ښارونو حدیبیه او سالف ته چې ډېرې ژرندې او سیلوګانې لري، د دوه کلنې کورنۍ جګړې له کبله د خوړو د موادو استول محدود شوي دي.

سوداګر وايي، د سمندر له لارې د راکړې ورکړې د پېړیو دا دودیزه لاره نوره نو ګټه نه‌لري.

په متحده عربي اماراتو کې یمنی سوداګر محمد حسن وايي د یمن رایجې پیسې کمزورې شوي او کله ناکله دوی ته د مالونو پیسې په وخت نه‌ورکول کېږي.

که څه هم دا لار یمن ته چې په سلو کې نوي سلنه غذايي مواد له بهره واردوي د اړتیا وړ موادو د انتقال یوه کوچنۍ برخه ده خو مهمه ځکه ده چې په دې هېواد کې جګړه پراخه شوې او اقتصاد یې په ډېر خراب حالت کې دی.

د یمن په کورنۍ جګړه کې تر دې دمه زرګونه کسان وژل شوي دي.

دا جګړه د ایران‌پلوه حوثي ډلې او د متحده عربي اماراتو په ګډون د سعودي‌پلوه ائتلاف تر منځ د پخواني ولسمشر عبدالربو منصور هادي د بیا واکمنولو په مقصد روانه ده.

XS
SM
MD
LG