د لاسرسي لېنکونه

ځمکې او اقلیمي بدلون ته د پام راګرځولو لپاره تېره شپه د نړۍ د مشهورو ودانیو څراغونه مړه شول.

په مسکو کې د کرملېن ماڼۍ، په نیویارک کې د ایمپایر سټېټ او د ملګرو ملتونو د مرکزي ودانۍ، د پاریس د ایفل برج او د یونان د اتن د اکروپالیس په شمول د ۱۷۰ هېوادونو د مشهورو او یادګاري ودانیو برېښنا د یو ساعت لپاره پرچاو شوه.

دا سمبولیکه طرحه د نړۍ د وحشي حیواناتو د ملاتړ صندوق "ډبلیو ډبلیو اېف" تنظیم کړې وه.

ساینس‌پوهان وايي، تېر کال د ځمکې د تودوخې درجه د پرله‌پسې درېیم کال په مخه تر ټولو لوړه وه.

XS
SM
MD
LG