امریکایي چارواکو ومنله چې عراق کې ائتلافي ځواکونو د مارچ په ۱۷مه په موصل کې بمباري کړې ده.
د سیمې اوسېدونکو ویلي چې په دغې بمباري کې له ۲۰۰ زیات ملکي وګړي وژل شوي دي.
په هغه بیان کې چې د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو د شنبې په ورځ خپور کړی ویل شوي چې دغه بمباري د عراقي امنیتي ځواکونو په غوښتنه شوې چې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش وسلهوال او د هغوی وسایل او تجهیزات په نښه کړي.
د ائتلاف چارواکو وژنې نهدي تائید کړي خو ویلي یې دي چې دغه حمله د موصل په لوېدیځ کې پر هغه ځای چې د ملکي تلفاتو ادعا شوې، شوې ده.
چارواکو دا هم نهدي ویلي چې د ائتلاف کوم غړي هېواد دغه بمباري کړې ده.
دغه بیان وروسته له هغې خپرېږي چې عراقي ځواکونو د شنبې په ورځ د موصل د لوېدیځې برخې د بېرته نیولو لپاره خپل عملیات ملکیانو ته د زیاتې مرګ ژوبلې د اوښتو له امله ودرول.
ښایي دغه پېښه د دغې پرېکړې سبب شوې وي.
دا چې په هغه شپه د موصل په الجدیده سیمه کې څه پېښ شول تر اوسه روښانه نهدي.
د سیمې اوسېدونکي وایي، ائتلاف په هوایي برید کې له چاودېدونکو مواد ډکه یوه لارۍ ویشتې چې د چاودېدونکو موادو په چوولو سرهیې څو ودانۍ چې کورنۍ پهکې اوسېدې راونړېدې.
د دغې پېښې په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته امریکایي پوځي چارواکو وویل چې دوی ډاډه نهدي چې امریکایي ځواکونو به دغه حمله کړې وي.
دغو چارواکو چې نومونهیې نهدي ښودل شوي ویلي چې د دغې پېښې په اړه څېړنه پیل شوې تر څو د دغې حملې څرنګوالی او د ملکي تلفاتو د ادعاوو سپیناوی وکړي.
عبدالستار الحبو «Abdul Sattar al-Habbo» چې په موصل کې د ژغورنې د هڅو د څارنې مسؤل دی وویل چې د نړېدلو ودانیو له خاورو خښتو لاندې د ۲۴۰ کسانو مړي را ایستل شوي دي.
د موصل لوېدېځ چې عراق کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش وروستی پیاوړی مرکز دی، د عراق حکومتي ځواکونهیې د بېرته نیولو لپاره په روانو عملیاتو کې د امریکایي ځواکونو له هوایي ملاتړه برخمن دي.
اټکل کېږي چې د موصل په لوېدیځه برخه کې به د ۶۵۰ زرو او ۸۰۰ زرو کسانو تر منځ ژوند کوي چې شااوخوا دوه زره وسلهوال هم پهکې ګډ شوي دي.