د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۴

د القاعده شبکې مهم قوماندان "قاري یاسین" پکتیکا کې وژل شوی


د امریکا د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې د القاعده شبکې مهم قوماندان او د پاکستاني طالبانو د تحریک غړی قاري یاسین چې اسلام‎اباد کې پر یو لوکس هوټل او د سریلانکا د کرکټ پر ملي لوبډلې د حملو په تنظیمولو تورن دی، یوه اوونۍ مخکې د افغانستان پکتیکا ولایت کې د یوې بې‌پیلوټه الوتکې په حمله کې وژل شوی دی.

د پنټاګون په یوه بیان کې چې پرون خپور شو، د امریکا د دفاع وزیر جېمز مټېس له قوله قاري یاسین هغه ترورېست بلل شوی چې د اسلام نوم‌یې بداوه او عمداً یې پر بې‎ګناه ملکي وګړو حملې کولې.

بیان د ښاغلي مټېس په حواله زیاتوي چې نوموړی وايي، داسې کسان له عدالته د تېښتې لار نه‎لري.

د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس
د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس

قاري یاسین چې ویل کېږي په استاد معلم او څو نورو مستعارو نومونه مشهور و، په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د اسلام‎اباد پر مریوټ هوټل د برید طراح ګڼل کېږي.

په دې حمله کې د دوو امریکايي پوځیانو په ګډون لسګونه کسان مړه او ټپیان شول.

نوموړی همداراز په ۲۰۰۹ میلادي کال په لاهور کې د سریلانکا د کرکټ پر ملي لوبدلې د هغې حملې طراح ګڼل کېږي چې شپږ پاکستاني پولیس او دوه ملکي کسان په‎کې مړه او د سریلانکا د کرکټ ملي لوبډلې شپږ لوبغاړي ټپیان شول.

قاري یاسین د هغو مشکوکو ترورېستانو د فهرست په سر کې و چې د پاکستان د امنیتي ادارو تر تعقیب لاندې دي.

د نوموړي نوم په ۲۰۰۳ میلادي کال کې د پاکستان پر پخواني پوځي واکمن جنرال پرویز مشرف او په ۲۰۰۴ میلادي کال کې پر پخواني صدراعظم شوکت عزیز له ناکامو حملو وروسته په دې فهرست کې ورزیات شو.

پنټاګون قاري یاسین د بلوچستان ایالت اصلي اوسېدونکی بللی، خو پاکستاني چارواکي وايي چې هغه اصلاً د پنجاب ایالت و.

د امنیتي چارو کارپوه عامر رانا فرانسپرېس خبري اژانس ته ویلي دي چې قاري یاسین د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستان حکومت پر وسله‎والو مخالفینو د هغو بریدونو په لړۍ کې وژل شوی چې په ترڅ کې یې له دې مخکې د افراطي وسله‎والو نور مشران هم په نښه شوي دي، لکه قاري صفي‌الله اختر چې په تېره جنوري میاشت کې له افغان امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شو.

رانا وايي، قاري یاسین د پاکستاني طالبانو د تحریک یا «TTP» له جګپوړو او محدودو غیر پښتون قوماندانانو څخه و، خو د رانا په وینا نوموړی په وروستیو څو کلونو کې افغانستان ته له تښتېدو وروسته غیر فعال شوی و.

پاکستان او افغانستان له څو کلونو راهیسې پر یو بل ترورېستانو ته د پټن‎ځایونو د ورکولو تورونه لګوي.

پاکستان وايي، د «TTP» وسله‎وال د افغانستان له خاورې پاکستان کې حملې کوي، خو افغان چارواکي وايي، دا وسله‎وال په هغو سیمو کې فعال دي چې افغان حکومت ولکه نه‌پرې لري.

افغان حکومت هم پاکستان، په کوټه او شمالي وزیرستان کې وسله‎والو طالبانو ته د خوندي ځایونو په ورکولو تورنوي، خو پاکستاني مشران په څرګنده وايي چې افغان طالبان‌یې په افغانستان کې د خپل ستراتیژیک عمق د یقیني کولو لپاره رامنځته کړي دي.

XS
SM
MD
LG