د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۷

پکتيا کې نجونې د ښوونځيو د تعميرونو نشتوالي له زده‌کړو بې‌برخې کړي


د پکتيا مدني فعالان او ولايتي شورا وکيلان وايي چې ښوونځيو ته د نجونو د تګ مخه د دوی د عمرونو زياتوالي او د ښوونځيو د تعميرونو نشتوالي نيولې ده.

د ځوانانو پارلمان غړې او مدني فعاله رحيمه نيازۍ ازادۍ راډيو سره د ټیليفون پر کرښه د نجونو دغه ستونزه شريکه کړه ويې‌ويل چې د دې ولايت اکثريت پېغلې نجونې د کورنۍ له لوري له يو شمېر هغو ښوونځيو څخه ګرځول شوې دي چې ودانۍ نه‌لري.

نوموړې وايي:

"تقريباً د نجونو لپاره ۴۰ ښوونځي ودانۍ نه‌لري په دغې دوديزه ټولنه کې چې نجونې ښوونځي ته ځي او زده‌کړې کوي سخته ده، هېڅ کورنۍ په داسې حال کې نه‌ده حاضره چې هغه نجونې ښوونځيو ته لاړې شي چې د هغوی تعميرونه ودانۍ نه‌لري او عام محضر کې ناستې وې او زده‌کړې کوي او بېخي موږ معلومات لرو چې ګڼ شمېر نجونې له ښوونځيو ګرځول شوې دي او سږ کال د دوی شمېر کم دی."

دې دا هم وويل چې که مرکزي حکومت د پکتيا د دغو نجونو ستونزو ته جدي پاملرنه ونه‌کړي هغه نجونې به ونه‌شي کولای چې تر شپږمو يا اتمو ټولګيو پورې يې زده‌کړې کړې دي لاهم خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

يو ځل بيا رحيمه نيازۍ وايي:

"يو د عمر پر اساس دوی ته اجازه نه‌شته چې عمر يې لوړ دی او بل‌يې د ښوونځي د تعمير نشتوالی دی، اول موږ خپله کورنۍ کې چاته اجازه نه‌ورکوو چې دا په شنه ډاګ ناسته وي او ټول خلک ورته متوجه وي او دا به ناسته وي زده‌کړې کوي دا سخته ده بايد شرايط ورته اماده وي."

يوازې رحيمه نيازۍ دا شکايت نه‌کوي چې نجونې له هغو ښوونځيو څخه چې ودانۍ نه‌لري ګرځول شوې دي بلکې د پکتيا ولايتي شورا وکيلان هم دا خبرې تائيدوي.

د پکتيا ولايتي شورا وکيل تاج محمد منګل وايي:

"پکتيا يوه دوديزه ټولنه ده د سړک پر غاړه يا صحرا کې د نجونو زده‌کړه بېخي ناممکنه ده، يعنې خلک له ستونزو سره مخ دي او خپلې نجونې له ښوونځيو راګرځوي او دغه ستونزه ده چې نجونې تعليم نه‌پاتې کېږي، زموږ غوښتنه همدغه ده چې د دې ستونزې د هواري لپاره څومره ژر چې کېدلای شي ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شي."

ده له مرکزي حکومته د نجونو د ښوونځيو او لېسو لپاره د تعميرونو جوړولو فوق‌العاده غوښتنه وکړه او په ولسمشر يې غږ وکړ چې که وکولای شي د دغو نجونو د سرنوشت ټاکلو لپاره دې اقدام وکړي او ښوونځيو لپاره دې ودانۍ ورته جوړې کړي.

دغه ستونزه د پکتيا پوهنې رئيس کوچی ځاځی مني وايي، دوی په سږ کال کې يو شمېر ښوونځيو ته ودانۍ په پام کې لري چې جوړې کړي خو دا څو ښوونځي جوړول د دوی ستونزه نه‌شي هوارولی د دوی نېږدې ۷۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نه‌لري.

ښاغلی ځاځی وايي:

"پکتيا کې ۳۶۲ بابه ښوونځي لرو چې دې کې يې تقريباً ۱۵۰ ودانۍ لري او نور يې نه‌لري چې ويلی شو ۷۰ فيصده ښوونځي ودانۍ نه‌لري."

د ده په خبره په دغو ښوونځيو کې چې ودانۍ نه‌لري نيږدې ۴۰يې د نجونو متوسطې او لېسې دي چې پېغلې نجونې په‌کې بايد زده‌کړو ته دوام ورکړي.

يو ځل بيا د پوهنې رئيس کوچی ځاځی وايي:

"تقريباً په دې کې موږ ۱۳ لېسې لرو ۱۳ متوسطې لرو او پاتې ابتدايې دي چې شمېر يې ۵۷ ته رسېږي چې نېږدې ۱۰ ودانۍ لري او پاتې يې ودانۍ نه‌لري."

نوموړی وايي، مرکزي حکومت او ډونرانو سره‌يې دا ستونزه شريکه کړې خو د بودجې نشتوالي له امله‌يې ستونزه لا هم په خپل حال پاتې ده او د هواري لپاره‌يې هڅې دوام لري.

دا لا نه‌ده معلومه چې د دغو نجونو د ښوونځيو تعميرونه به کله جوړېږي خو د يو شمېر کورنيو مشرانو خپلې پېغلوټې او پېغلې لوڼې له ښوونځيو څخه د تعميرونو نشتوالي له امله ګرځولې دي او د ځينو کسانو په خبره چې نه‌يې غوښتل نوم‌يې واخېستل شي دا د ځان او خپلې کورنۍ لپاره عيب ګڼي چې پېغلې لوڼې يې په عام محضر کې د درس په خاطر په سپېره ډاګ ناستې وي.

راپور: داود تپان

XS
SM
MD
LG