د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۱

سرنوشت: ستونزو د وتو لپاره اړتیا ده چې حکومت ولس ته مخه کړي


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو تر ډېره خپل مطالب او تبصرې بلخ ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني سفر او د مسکو راتلونکي غونډې ته ځانګړي کړي دي.

سرنوشت خپلواکې ورځپانې په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، له اوسنیو ستونزو د وتلو لپاره شدیده اړتیا احساسیږي چې حکومت ولس ته مخه کړي، خو د لیکوال په اند له بده مرغه حکومت لا هم داسې ګامونه اخلي چې له ولس نه لېرې کېږي.

سرمقاله لیکونکي وړاندې لیکلي:

د همدې ګامونو په لړ کې پرون ولسمشر غني بلخ ته ولاړ او ټول هدف یې دا و چې له عطا محمد نور سره خبرې وکړې او هغه خوشاله وساتي.

د ورځپاڼې په وینا د ولسمشرغني دغه کارونه په داسې حال کې چې افغانستان له سختو ستونزو سره مخ دی دا حالت د ولسمشر لپاره سیاسي انتحار ته ورته دی او دا ولسمشر د خلکو له سترګو غورځوي.

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپلې سرمقالې کې د ولسمشر غني هغو څرګندونو ته اشاره کړې چې د ملي پولیسو د ځانګړو قطعاتو د عمومي قومندانۍ په مقر کې یې د دغې قومندانۍ منسوبینو، افسرانو او سرتېرو ته په خطاب کې کړي، هغه په زغرده سپارښتنه او لارښوونه وکړه چې د دولت ، نظام او اساسي قانون پرضد کسان وټکول شي.

ورځپانې لیکلي:

که د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه له خپل دولت او خلکو سره په پوره همغږۍ مبارزې ته دوام ورکړي نو هېواد کې د تلپاتې او سراسري سولې ډيوه ډېر ژر په غوړېدلو او ځلېدو راشي.

وېسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د مسکو راتلونکې غونډې او په دې برخه کې شتو فرصتونو او ګواښونو ته اشاره کړې ده.

ورځپانې په خپلې سرمقالې کې لیکلي په لنډه راتلونکې کې د افغانستان او سېمې د امنیتي ننګونو په اړه مسکو کې د روسیې، چین، افغانستان، پاکستان او یو شمېر نورو ګاونډیو هېوادونو غونډه جوړېږي.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي:

افغانستان د مسکو غونډه کې د ګډون پریکړه کړې خو امریکا انکار کړی چې د ورځپانې وینا دلته څو واقعیتونه ته پام پکار دی هغه دا چې په تیره یوه نېمه لسیزه کې امریکا افغانستان کې پوځي او سیاسي حضور درلود له افغانستان سره په میلیارډونو ډالره مرستې هم کړې خو له بده مرغه په دغو مرستو کې د افغان ولس لومړیتوبونه له پامه وغورځول شول.

سرمقاله لیکونکي وړاندې لیکلي دغو واقیعتونو ته په کتو که د مسکو غونډه کې د افغان ولس د هېلو او ارمانونو سم تمثیل ونشي د دې ډېر امکان دی چې د سوریې سناریو زموږ په هېواد کې تکرار شي.

سرمقاله لیکونکي پر افغان حکومت غږ کړی چې دغه فرصت له لاسه ورنکړي او لږ ترلږه باید په دې وپوهېږي چې زموږ هېواد بیا د لویو ځواکونو د نیابتي جګړې په ډګر بدل نشي.

ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG