د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۵

د کندز خان‌اباد اوسېدونکي: د غیر مسؤله وسله‌والو نښتو پوزې ته راوستي یو


د کندز خان‎اباد ولسوالۍ اوسېدونکي د غیر مسؤله وسله‎والو له خپل‎منځي جګړو څخه په تنګ راغلي دي.

د دوی په خبره چې مرکزي حکومت د دغو خپل‎سرو وسله‎والو د خلع سلاح کولو توان نه‎لري.

خان‎اباد د کندز له هغو ولسوالیو څخه شمېرل کېږي چې له تېرو څو کلونو راپه دې‌خوا په کې د غیر مسؤله وسله‎والو شتون یوه اساسي ستونزه ګڼل کېږي.

د دې ولسوالۍ خلک وايي چې د مصونیت احساس نه‎کوي او سربېره پر دې چې شااوخوا کلیو کې وسله‎والو مخالفین حضور لري، خو بیا د خان‎اباد ښار کې د غیر مسؤله وسله‎والو شتون ورځ تر بلې په زیاتېدو دی او وخت ناوخت دغه خپل‌سرې وسله‎والې ډلې په خپل منځ کې په جګړې لاس پورې کوي، خو ډېر زیان‌یې ملکيانو ته رسېږي.

د خان‎اباد ولسوالۍ یو تن اوسېدونکي جمال‌الدین وايي:

"د شپې له‎خوا د ډزو غږ وي چي همدا غیر مسؤله وسله‎وال له یو بل سره جنګېږي همدارنګه د ورځې هم ځیني وخت په خپل منځ کې سره په جنګ اخته وي چې ډېر زیان‌یې ملکي خلکو ته رسېږي."

په ورته وخت کې د دې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی عبدالحنان بیا وايي چې دغه غیر مسؤله وسله‎وال پخوانۍ تربګنۍ لري او د مقابل لوري په لیدو سره دوی پر هغه باندې که په هر ځای کې وي برېد کوي چې ډېری وخت په دغه شان نښتو کې ملکي خلکو ته په‌کې مرګ ژوبله اوړي.

نوموړی وايي:

"پخوا په دې ولسوالۍ کې د غیر مسؤله وسله‎والو شمېر ۲۰۰۰ ته رسېده، خو اوس له ۳۰۰۰ هم اوښتی او دولت نه‌غواړي چې دغه خلک خلع سلاح کړي، دوی له خلکو باج اخلي او خلک نه‎شي کولای په ډاډه زړه ښار کې خپل کاروبار ته ادامه ورکړي."

بل‎خوا د خان‎اباد ولسوال حیات امیري هم د خلکو دغه ادعاوې مني او زیاتوي چې دوی دغه ستونزه د کندز سیمه‌ییزو چارواکو، د کورنیو چارو وزارت او هم د امنیت شورا سره شریکه کړې څو دغې ستونزې ته د حل لاره پیدا کړي.

ښاغلي امیري زیاته کړه:

"ځیني وخت چې د دوی منځ کې جنجالونه کېږي نو د دوی د خپلمنځي شخړو له کبله ملکيان زیانمنېږي او دغه موضوع مو هم له ولایت، امنیت شورا او کورنیو چارو وزارت سره شریکه کړې چې باید مرکزي حکومت په دې اړه جدي تصمیم ونیسي څو دغې ستونزې ته د حل لار پېدا شي او خلک وکولای شي په یوه ارامه فضا کې ژوند وکړي."

د خان‎اباد ولسوالۍ د سیمه‌ییزو چارواکو د معلومات له مخې په دې ولسوالۍ کې شااوخوا زر تنه غیر مسؤله وسله‎وال شته چې پر سپکو او درنو وسلو سمبال دي، خو بیا ځايي اوسېدونکي وايي چې په دې ولسوالۍ کې څه باندې ۲ زره تنه غیر مسؤله وسله‎وال فعاله حضور لري او وخت نا وخت په خپلمنځي جګړو باندې لاس هم پورې کوي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG