د لاسرسي لېنکونه

د ناټو ډیپلوماتان وايي، د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو خپله غونډه چې باید د اپرېل میاشتې په پنځمه او شپږمه جوړه شوې وی، د اپرېل میاشتې ۳۰مې ته بدله کړه.

په دې وخت کې به د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن په بروکسل کې وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې ټېلرسن به د مارچ په ۳۱مه [د راتلونکې جمعې په ورځ] په بروکسل کې د ناټو تړون مقر ته ورشي.

هغه به بروکسل ته تر تګ یوه ورځ مخکې په انقره کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردغان سره وګوري.

واشنګټن مخکې اعلان کړی و چې ټېلرسن په خپل کاري مهالوېش کې د ستونزو له امله، د اپرېل میاشت کې د ناټو غونډې ته نه‎شي ورتلی.

د ناټو ډیپلوماتانو پرون ازادي راډیو ته وویل چې د تړون د غړو د بهرنیو چارو وزیرانو د دې اعلان تر اورېدو وروسته، خپل مهال‎وېش او د غونډې وخت بدل کړ.

ویل کېږي چې د چین ولسمشر شي جېن پېنګ د اپرېل میاشت کې امریکا ته ځي او له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کوي.

داسې ګڼل کېږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن به په‎دې خبرو کې د ګډون لپاره، د اپرېل میاشت کې په امریکا کې وي.

XS
SM
MD
LG